فراه: په یوه ترافیکي پېښه کې تر ۵۰ زیات کسان مړه او ژوبل شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۱۵ عبدالهادي همت

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ  امر محمدغوث مالیار رسنیو ته ویلي: پېښه تېر ماښام  د فراه ولایت بالابلوک  په ولسوالۍ کې  هغه مهال رامنځته شوه چې یو بس موټر له کابل څخه هرات ته پر لاره و  له سړک څخه  بیځایه  او چپه شو .چې په کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. نوموړي د موټر د چپه کېدلو سبب  د سرعت ډېر والی بللی دی.

د فراه ولایت د عامې روغتيا رييس عبدالجبارشايق هم پېښه تایید کړې او وايي، چې د پېښې له ځای څخه ۳۱ ټپیان ددغه ولایت روغتون ته راوړل شوي دي، ده وویل چې ددوه ټپیانو روغتیايي حالت د انديښڼې وړ  دی.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې ترافیکي پېښې مخ په زیاتیدو دي، چې موټر چلوونکو د بې غورۍ  او تیز سرعت څخه نوموړې فاجعې رامنځته کیږي.

څو ورځ مخکې د افغانستان اسلامي امارت هم په هېواد کې د ترفیکي پېښو د ډېریدو په اړه  یوه اعلامیه کې  خپره کړه، چې په کې ویل شوي وو: ترانسپورتي شرکتونه که دغې بې توجهي ته دوام ورکړي او خپل موټر چلونکي په پوره احتياط مکلف ونه ګرځوي، نو اسلامي امارت مجبوريږي چې د دې پيښو د مخنيوي اقدام وکړي او د بيا ځلې تکرار په صورت کې يې د شرکت مشران او موټر چلونکي د حساب ميز ته کينوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button