د نړۍ مشهور مسلمان باکسر (محمد علي) د ۷۴ کلونو په عمر ومړ

کابل ټکی کام ۱۵غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

تازه خبرونه وایي، چې د نړۍ مشهور مسلمان باکسر ښاغلي محمد علي د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د ښاغلي محمد علي د کورنۍ غړو له رسنیو سره د ده د ناروغۍ او مرګ په اړه معلومات شریک کړي، د معلوماتو له مخې، چې نوموړی د ناروغۍ پر مهال په روغتون کې بستر شو، چې د سختو ناروغیو تېرولو وروسته یې ساه ورکړه.

محمد علي په دې وروستیو کې په نفس تنګی اخته وو.

همدا راز ښاغلی محمد علي له درو لسیزو راهیسې د پارنکسون ناروغۍ څخه ځورېدلو، چې د نوموړي پر اعصابو او پر خبرو یې سخته اغېزه کړې وه.

د کورنۍ د غړو له خوا د نوموړي په اړه معلومات ښيي، چې محمد علي خپل جسماني قوت هم له لاسه ورکړی وو.

ښاغلی محمد علي د دغو سختو ناروغیو سربېره بیا هم د سیاستوالو پر خلاف خپل غږ پورته کاوو، د بېلګې په ډول د تېر کال په ډسمبر میاشت کې نوموړي د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ پر خلاف بیان ورکړی وو، چې د مسلمانانو پر خلاف دې له سختې ژبې کارولو څخه لاس واخلي.

د ښاغلي محمد علي د جنازې مراسم به د ده په خپل پلرني استوګنځي (لویس وایل کېنکټکي) کې ترسره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button