قاضیان د طالب بندیانو په ککریو کې شوروا لټوي

ډاکټر اصف

د شپږو طالب بندیانو له اعدام نه وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې ډېر زر به د دې انتقام له اړونده ارګانونو څخه واخلي، همغه و چې طالبانو خپل تهدید ته د حقیقت جامه ورواغوستله، لومړی یې په پایتخت کابل کې یو قاضی په رڼا ورځ په ډزو وواژه، ورپسې یې ۱۱ نور قاضیان د هغه په تعقیب اخرت ته واستول، ورپسې یې د رجال برجسته نجسه ځاله چې د کابل په زړه کې ځای درلود له مینځه یوړه او دا دی اوس یې په غزني کې د استناف محکمه د اور لمبه کړه، دا خو لا د پټي سر دی پټی لا ایسته سورور دی.

اوس په خلکو کې مشهوره شوې ده، چې د طالب سره دښمني کول یعنې د پیریانو سره دښمني کول دي، په دې معنی چې هغوی تاسو ویني او تاسې یې نشۍ لیدلای.

د طالبانو سره د امریکایانو دښمني خو ټولو ته معلومه ده، چې یو د بل د دین لرغوني دښمنان دي، او د ادیانو تر منځ جګړه له یوې نیمی پیړۍ راهیسې روانه ده او لا به هم دوام مومي، دا نه ختمیدونکي جګړه ده، ځکه دا د حق او د باطل مقابله ده نو ځکه به روانه وي.

د دې جګړې په څنګ کې د طالب سره دوهمه جګړه د امریکا په لاس د کښینول شوي لاسپوڅي رژیم لخوا هم جریان لري، چې د دې جګړې مشر اشرف غني په ډیرې بې باکۍ سره د سټیج په سر او په ډیر هیجاني ډول چیغې وهي چې مونږ به طالبان وژنو!! اشرف غني حق لري، چې طالبان  ووژني ځکه طالبان د اشرف غني له ولي النعمة سره په جګړه بوخت دی، نو امریکا پر اشرف غني حق لري، چې د دښمنانو په وژنه کې ورسره پوره مرسته وکړي، ځکه چې دا امریکا ده، چې اشرف غني ته یې د بادشاهۍ تاج پر سر ایښی او په ارګ کې يې د پادشاهۍ پر تخت کښینولی، نو د اشرف غني حکومت د امریکا د وینځې حیثیت لري.

له طالب سره دریمه جګړه د قاضیانو لخوا روانه ده، خو د حیرانتیا خبره داده، چې قاضیان ولې له طالب سره دښمني پر مخ بیایي، فکر نه کوم چې په دې اړه به د چا په مغزو کې د ابهام څه پاتې وي، دغه قاضیان هم د همدغه غلام رژیم یو ارګان دی او د اشرف غني د حکومت د وینځو حیثیت لري، په دې معنی چې قاضیان د وینځې وینځیتوب کوي او هغه د پښتو متل دی چې وایي ((خوارې دې شي وینځې چې د وینځو کالي وینځي)).

دغه په سپینه جامه کې انګریزان د خپلو داخلي او خارجي بادارانو په اشاره او د هغوی د خوشحالولو لپاره سره له دې، چې د مسلمانۍ جامه عبا او قباء یې پر تن اچولې ده، پر طالب بندیانو د اعدام فیصلې کوي، او په دې کار سره ملت او اسلامي امت ته د خپل دغه جنایت سند په لاس ورکوي.

د اشرف غني د منحوس رژیم دغه د ملا په جامه کې وینځې د دغه ناوړه اعمالو په ترسره کولو سره یواځینی هدف د خپل بادار نه د معاش د اخیستلو لپاره دغه جنایت ته لاس اچوي او په دې کړنو سره د خپلو اولادونو اهل او عیال نفقه تضمینوي، چې په اصل کې د طالب بندیانو په ککریو کې شوربا لټوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button