د هند لومړی وزیر موډي امریکا ته په یوه رسمي سفر تللی

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د هند لومړی وزیر نرېندرا موډي امریکا ته په یوه رسمي سفر تللی دی.
خبرونه وايي، چې د موډي الوتکه پرون دوشنبه د واشنګټن ډي سي ته نږدې په اندریوس پوځي هوايي اډه کې ښکته شوه.
هندي رسنیو ویلي دي، چې د موډي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره دی.
د هندي رسنیو له قوله چې نن به اوباما او موډي په سپينه ماڼۍ کې د واشنګټین او نوي ډيلي ترمنځ پر احتمالي دفاعي توافق او همدا راز د هندوستان د اتمي انرژۍ پر سکټور کې د امریکا د پانګونې په برخه کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.
موډي به همدا شان د چهارشنبې په ورځ د امریکا په کانګرس کې وینا هم وکړي.
د یادولو ده، د موډي له ټاکل کېدو راهیسې امریکا ته د نوموړي دا څلورم سفر دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button