کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
د ملګرو ملتونو له خوا راپورونه ورکول کيږي، چې د سولې په اړه پراخې هلې ځلې کوي، خو له بلې خوا بيا راپورونه وايي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په نړیواله کچه تاوترېخوالی خپلې لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د ۲۰۱۶م کال د سولې شاخص ښيي، که چېرې د منځني ختیځ کړکېچونه نه وای، نړۍ به د تېر په پرتله لا د سولې پر لور پرمختگ کړی وای.
د خيلج د جګړو تر څنګ د عربي هېوادونو جګړو د نړيوالې سولې په له منځه وړلو کې لوی لاس وکړ، او سوله یې کړکېچنه کړه.
د ۲۰۱۶م کال د سولې شاخص چې د تاوترېخوالي ډک جرمونو، د نظامي کېدو سطحه او د وسلو د وارداتو په شمول ۲۳ شاخصونه اروزلي دي، په خپل نوي رپورټ کې ویلي دي، چې په نړیواله کچه د شخړو د کچې د لوړېدو اصلي عامل د منځني ختیځ کړکېچونه دي.
د منځني ختيځ په اړه ورکړل شوى رپوټ ښيي، چې د «ترهگریزو» بریدونو په توگه طبقه بندي شوي دي، زیاتره بریدونه په پنځو هېوادونو سوریه، عراق، نایجیریا، افغانستان او پاکستان کې تر سره شوي دي.
د نړيوالې سولې د له منځه تلو په اړه د اقتصاد او سولې د انسټیټوت (IEP) بنسټ ایښودونکی ستیو کیلیا چې دغه شاخص یې چمتو کړی دی، ویلي دي:
«په اغلب گومان هغه څه چې اوس په منځني ختیځ کې پېښیږي، موږ د نورو مثبتو تمایلونو په هکله لړلید له لاسه ور کوو.»
















