کډوال د اروپايي ټولنې د غلط سياست قرباني کيږي

کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
په نړيواله کچه د کډوالو شمېر ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دى، «کاریتاس اروپا » او د «اروپا یسوعي مهاجرو خدماتي سازمان» د اروپايي ټولنې د مهاجرينو سیاست سخت غندلی دی.
دواړو خیریه سازمانونو په یوه گډه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه سیاست انسانان د «مرگ لارو» ته مجبوره کوي.
د تيرو څلورو کلونو را پدېخوا چې د کډوالو په شمېر کې زياتوالی راغلى دی، خيريه سازمانونو په دغه اعلامیه کي چي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي خپره شوه، راغلي دي، چي داسي سیاست لکه د اروپايي ټولنې او ترکیې د مهاجرو تړون، چې د بېرولو پر میتودونو باندې ولاړ دی، خلک نورو هېوادونو ته د ورتگ او تېښتي څخه نه راگرځوي.
په اعلاميه کې ويل شوي دي، هغه انسانان یوازې دې ته مجبوره وي، چې د قاچاقبرانو په لاسونو کې ولوییږي، او پر مرګونو لارو باندې یې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
دواړو سازمانونو زیاته کړې ده، چې د یوې اونۍ په جریان کې ۱۰۰۰ تنه مهاجرینو د مديترانې د ساحل څخه د تيرېدو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د «کاریتاس اروپا» عمومي منشي «یورگ نونو مایر» وویل، چې د هغه سازمان لکه پاپ فرانسیس د داسي یوې اروپا تصور کوي، چي په ټولنه کی د مهاجرو پر اړینو ونډو اعتراف وکړي، او د هر انسان کرامت ته احترام ولري.
په ۲۰۱۴م کال کې د شخړو په ترڅ کې ۱۰۰ زره انسانان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸م کال کې دغه شمېر ۲۰ زره وو، په ۲۰۱۴م کال کې په سوریه کې تر ټولو زیاتې وژنې شوې دي، چې شمېر یې ۶۷۰۰۰ تنو ته رسیږي.
په عین وخت کې ملگري ملتونه وایي، چې ۲۰۱۵م کال کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ښایي تر ۶۰ میلیونه اوښتی وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button