ایا اشرف غني به په هلمند کې د خیالي ملي اردو اصلاح وکړاې شي؟

سرلیکنه

د هلمند ولایت د یو شمیر سیمو نه چې جګړه لښکرګاه ت رانږدې شوه، ولایتي چارواکي، په ولسي جرګه کې د هلمند استازي او امنیتي مسئولینو خپله وارخطايي په وار وارسره څرګنده کړه، چې هلمند له سقوط سره مخ دی.

 وړمه ورځ اشرف غني هلمند ولایت ته سفر درلود، د ارګ په اعلامیه کې ددې سفرموخه د هلمند د امنتي ادارو د اصلاحاتو یادونه شوې وه، چې اشرف غواړي په هلمند کې ټولې ملکي او امنیتي ادارې سره هم غږي او اصلاح کړي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي وو، چې اشرف غني به د هلمند ټولو امنتیي مسئولینو، علماو او قومي مشرانو سره وګوري، خو پر ځای ددې چې د هلمند د اوسیدونکو توقع پوښتنو ته ځواب ووايي، په یوه پوځي قرارګا کې ېې د برنامې له مخې له څو امنیتي مسئولینو او ولایتي چارواکو سره ولیدل او د لښکرګا څخه يې چې ټولو قومي مشرانو ترې تمه درلوده لیدنه هم ونه کړه .

د هلمند ټولو دولتي او ولسي وګړو د روانې جګړې، چې د هلمند مرکز ته نږدې شوې ده د پاې ته رسیدو غوښتنه کوله، په ځواب کې اشرف غني همدا یوه خبره کوله چې زه په هلمند کې د ملکي او امنتي ادارو اصلاحات او همغږي رامنځته کوم.

 لومړی خو د یونیم کال په موده کې ولسمشر د خپل ولس سره یوه کړې ژمنه هم  سرته نه ده رسولې او که ېې د کاغذ پر مخ منل شوې ژمنې ورسره ومنو دا به په هلمند کې د خیالي ملي اردو اصلاحات او همغږي څرنګه راولي او یواځې هلمند هم نه دی، په ټولو ولایتونو کې د هلمند په څیر لوبه روانه ده، چې د خیالي ملي اردو په څیر ېې نورو ادارو کې هم خیالي مقررئ کړي او په عمل کې هیڅ هم نشته .

 که په هلمند کې د اشرف غني په وینا د خیالي تشکلاتو او ادارو په اصلاح او همغږۍ کار پیل شي د هېواد د نورو ادارو اصلاح به څنګه شي؟ یواځې هلمند خو نه دی، ټول هېواد کې خیالي تشکیلاتو او خیالي ملي اردو په نامه معاشونه تر لاسه کیږي.

اشرف غني د هلمند چارواکو او قومي مشرانو ته وعده ورکړه، چې د کجکي د بند رغولو کارونه به ګړندي کړي، خو له جګړې سره به څه کوي؟

ولس ته د تیر دور د واکمن حامدکرزي او اشرف غني همدا ځواب دی، چې موږ د جګړې له امله کارونه سرته نه شو رسولای.

اشرف غني په هلمند کې یوې بلې موضوع ته هم اشاره وکړه، چې د نورو په زور او فشار سره مونږ سوله نه کوو، خو دې ته هم سوچ نه کوي، چې په هېواد کې دا جګړه چا پیل کړې ده؟

د نورو په زور جګړې ته دوام ورکوي او خپل ولس پکې سوزوې او کله چې د سولې خبره شي بیا وايي دا د نورو په زور سوله ده.

 ترڅو چې د ولس رایو ته درناوی ونه شي او د جګړې د پیل لا ملونه له منځه ولاړ نه شي نه حکومت حکومت کیدای شي او نه به جګړه پاې ته ورسیږي. که د امریکا او نورو تاړاکګرو هېوادونو په زور وای اوس به په هېواد کې یو وګړی هم ژوندی نه و پاتې.

 د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځونه په افغانستان کې امن او ابادۍ ته نه دي راغلي، تر څه حده خو د بن غونډې غلامانو پرې خپل ولس وواژه، بې پته ېې کړ او نور هم غواړي  د ولسمشرۍ تر نامه لاندې د خپل مظلوم ولس په وژنه د غلامۍ ثبوت ورکړي.

اشرف غني د هلمند د ملکي او امنتي ادارو په اصلاح ولس ته په سترګو کې خاورې ور وراچوي او غواړي د خپلې غلامې دورې موده اوږده کړي، خو نه د خیالي تشکیلاتو او ادارو د اصلاح په نامه جګړه پاې ته رسیږي او نه نور دا اولس په دې غلامه اداره باورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button