د عامې روغتیا وزارت ۶۴ تنه څارنوالۍ ته معرفي کړل

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۰ عبدالهادي همت

د افغانستان په عامې روغتیا وزارت کې د پراخ فساد د خبرونو له خپرېدو سره په یو وخت د دغه وزارت چارواکو خپل ۶۴ کارکوونکي په فساد کې د لاس لرلو په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل او ۳۰ تنه نور یې برطرفه کړل.

د عامې روغتیا وزیر وايي، اکثره له کاره لېري کړای شوی او څارنوالۍ ته معرفي شوي کسان د عامې روغتیا د وزارت ريیسان او مدیران دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل: لومړی مو یو شمېر کسان، چې په فساد کې شریک ول، لېري کړل، بیا مو د ۶۴ تنو نورو دوسیې د هیواد عدلي او قضايی اورګانونو ته ولېږلې.

ده زیاته کړه، له دې وروسته که په دغه وزارت کې چا اداري فساد وکړ، رشوت یې وخوړ، نیول کېږي به او څارنوالۍ ته به معرفي کېږي.

تر دې مخکې له اداري فساد سره د مبارزې د څار خپلواکې کمېټې په خپل یوه څېړنیز راپور کې ویلي و چې د عامې روغتیا په وزارت کې اختلاس او شخصي استفاده عادي کارونه ګڼل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند تېلو، دارو درملو او امبولانسونو څخه شخصي استفاده او له ناروغانو سره ناوړه او توپیري چلند هغه موارد دي چې د فساد د څار ادارې یې اندېښمنې کړي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګدې کمېټې څېړنې ښيي چې په دغه وزارت په ډېرو برخو کې درغلي، جعل، اختلاس او زورواکي هم معمول ده.

د یادې کمېټې تخنیکي سلاکار میټیوو رادېک د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د عامې روغتیا په وزارت کې فساد د دغه وزارت پر فعالیتونو د خلکو باور کم کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button