د امریکا پر یوه نایټ کلب د برید له کبله، ۲۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۳غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه نایټ کلب کې د یکشنبې په ګهیځ وختي د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

دغه برید چې د دغه ایالت د اورلانډو ښار په یوه نایټ کلب کې رامنځته شوی دی، له کبله یې ۲۰ کسان وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د خبري رسنیو د خبر له مخې، برید کوونکي دوه تنه وو، چې اوس هم په نايټ کلب کې دي.

امریکایي خبري رسنیو ویلي دي، چې دا نایټ کلب په همجنسانو پورې اړه لري.

عیني شاهدان وایي، چې د کلب له داخل څخه یې د ډزو غږونه اورېدلي دي.

یوه سیمه ییز ټلویزیون ویلي دي، چې ښایي برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک شوي واسکټ اغوستي وي.

په ټولنیزو رسنیو کې ورکړل شوي انځورونه ښيي، چې په سیمه کې امبولانسونه ټپیان لېږدوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button