روسیه ددولت او طالبانو په مخامخ خبرو سوله کوي

سرلیکنه

وړمه ورځ د امریکا د د فاع وزارت اعلان وکړچې افغانستان ته به د طالبانو دبریدونو دزیاتوالی د مخنیوي دپاره په افغانستان کې دامریکایی عسکرو د صلاحیتونو په زیاتوالی وکولای شی هغه یوشمیر ولایات او ولسوالۍ چې د امکانی سقوط سره مخ دی وژغوري

د امریکا دفاع وزارت په خپله یوه اعلامیه کې ویلی چې د مخه به امریکا يي پوځونو په افغانستان کې دا فغانی پوځیانو د معلوماتو په اساس عملیات کول خو وروسته له دې به امریکایي عسکر څرنګه چې لازمه ولیدل شی عملیات  کولای شی.

دامریکا د دفاع وزارت ددې اعلامیې سره د افغانستان د دفاع اوکورنیو چارو و زارتونو خوښي ښودلې ده چې که امریکا یی پوځونه مستقیما په خپلو عملیاتو سره دهلمند په  څیر په یو شمیر ولایاتو کې حالات کنترول نکړي دسقوط امکان ېې شته، خوپه نړیواله کچه دامریکا دا اعلان یواځې دافغا نستان نه بلکه د ګاونډیانواوسیمې لپاره دخطر یو بل زنګ دی.

دروسېې د بهرنیوچارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې چې وړمه ورځ ېې د ویاند لخوا خپره شوه ویلي موږ د دولت او طالبانو تر منځ په مخامخ مذاکراتوکې هرډول مرستې ته آماده یو اوشونې ده چې په افغانستان کې د دولت اوطالبانو ترمنځ مذاکرات کامیاب شي.

د۲۰۱۵ په اواخرو کې چې په هېواد کې دامریکا ،چین، پاکستان اوافغانستان لخوا څلوراړخیزه کمیټه اعلان شوه روسېې ېې مخالفت وکړ وې ویل ددې کمیټې په اجندا کې هغه څه نه شته کوم کې چې په افغانستان کې سوله راوستلای شي .

د افغانستان د روانوحالاتو د یوشمیر څارونوکو په اند روسیه اوامریکا په افغانستان کې دسولې په اړه په یوه نظر نه دي امریکا د جګړې د دوام لپاره دسولې ناکامې طرحې ته دوام ورکوي اوغواړي په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته نوې لارې پیداکړي، خوروسیه د امریکا دنور پوځي حضور سره مخالفه او د سیمي دامن لپاره په افغانستان کې د سولې اوټولومسئلودحل غوښتونکې ده .

له  افغانستان سره د روسېې دوسلو اوپه یو شمیرنورو برخوکې ژمنې دا څرګنده وي چې روسیه د افغانستان د روانو حالاتو د کړکیچ  نه درا استلو په موخه په افغانستان کې دامریکا پوځي حضور را کم کړي خو دا نه ده څرګنده چې چین به د روسيې سره دافغانستان سره د سولې په رواستلوکې ونډه واخلی اوکه نه ځکه چین دامریکا سره هم د سولې په اړه دڅلوراړخیزې کمیټی یوغړی هېواد دی .

په افغانستان کې دا وخت سولې ته هر افغان لیواله دی دا که د روسېې په مرسته وی اوکه د نورو هیوادونوپه مرسته خو هغه یو شمیر د کمونستي رژیم دوخت پاتې اشخاص چې په موجوده حکومت کې په لوړو پوستونوکارکوي د سولې په اړه د روسيې په هلوځلو خوښ دي او غواړي  په افغانستان کې د روسېې په بیا حضور سره خپل پخوانی موقف ترلاسه کړي.

دسیاسی چارودڅیړونکو د معلوماتو په اساس ترکومه چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور ولري په افغانستان کې سوله ممکنه نه ده اونه امریکا غواړي  په افغانستان کې خپل پوځي  حضور کم کړي ځکه خود یوې خوا پاکستان وخت په وخت سولې ته هڅوی اود سولې په نامه نوې نوې طرحې ورکوي او د بلې خوا په افغانستان کې دطالبانو دبریدونو دزیاتوالي په نامه خپل  پوځي پاې ته رسیدلی ماموریت بیا تازه کوي.

روسيي په افغانستان کې دسولې په موخه دیوشمیر هېوادنوودمشرانوسره کتلي اوپه ځانګړي توګه ایران ېې دیته رضا کړي چې په افغانستان کې دسولې په اړه ورسره په اخلاص مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button