د تورخم تاوتریخوالی د چا په ګټه دی؟؟؟

ډاکټر آصف

د تاریخ پوهانو نه مو اوریدلي دي انګلیسي استعمار چې کله د ډیری هیوادونو له مستعمره کولو نه وروسته له ماتې سره مخ شو او له هیوادونو نه یې پښې سپکولې نو د اسلامي هیوادونو تر مینځ یې داسې مسئلې جوړې او په میراث پریښودې چې که د دوې استعماري موجودیت له مینځه هم ولاړ شي نو دغلته به د اسلامي هیوادونو تر مینځ خپلمنځي جګړې روانې وي، چې یوه یې د فلسطین خاوره ده چې د اصلي مالک مسلمانو عربو پر ځای یې یهودو ته وسپارله، او د کشمیر خاوره چې د مسلمانانو مربوط وه هندوانو ته حواله کړه او ډیورنډ سیمه یې نوی جوړ شوي پاکستان ته وسپارله، او داسې نور.

نن د سر په سترګو ګورو چې انګلیسان وجود نه لري خو د هغو لخوا همغه پلان کړای شوې جګړه روانه ده، انګلیسان په خپلو کورونو کې ناست دي خو څه یې چې زړه غوښتل هغه پخپله مسلمانان تر سره کوي او دوی یې یواځې ننداره کوي، نو د هغه د پښتو د متل مطابق چې وایې((مار وژلی ډانګ ساتلی)) انګلیس هم همدغه حربه وچلوله، په فلسطین کې مسلمانانو ته هره ورځ مرګ ژوبله اوړي، د ژوندون بیړۍ چپه ده، هره ورځ مسلمانې فلسطینې کورنۍ د غم په ټغر کینې، ځوانان یې وژل کیږي، ښځې کونډې او میندې بورې کیږي، او جګړه ورځ تر بلې پراختیا مومي، او پر فلسطیني مسلمانانو خپل جنت نظیر وطن دوزخ ګرځیدلی دی.

همدا راز که د کشمیر حالت ته وګورو نو هلته هم هره ورځ بلا ناغه کشمیري مسلمانان د هندوانو تر تاړاک لاندې دي، هره ورځ یې پر کورنو بریدونه کیږي، واړه او زاړه ښځې او نر یې د جنګ د اور په لمبو کې سوزي.

د افغانستان او پاکستان تر مینځ د ډیورنډ د کرښې د لاینحل قضیې تر سیوري لاندې تل د پاکستاني او افغانی سرتیرو تر مینځ جګړې رامینځته کیږي، چې بې تلفاتو نه وي، یو شمیر ساده لوح فیسبوکیان چې خپله د بستر خوبونه کوي بیا پر ځای د دې چې دواړه لوري روغې او صبر او زغم ته راوبولي او د سولې خواته یې تشویق کړي برعکس د جګړې لپاره يې تشویقوي، او د خپل ملاتړ اعلانونه ورسره کوي، خو دې ته فکر نه کوي چې د دغو جګړه ګټه چاته رسیږي، د دې ګټه همغو انګلیسانو ته رسیږي چا چې دغه کرښه د همدې هدف لپاره جوړه کړې او په میراث پریښې ده.

د تورخم جګړه هیڅ یوه هیواد ته ګټې او لاسته راوړنې نه لري، دواړه خواوې زیانمنې کیږي، او د ولسو تر منځ د کرکې او نفرت سبب هم ګرځي، او ورځ تر بلې دواړه خواوي یو له بل نه فاصله اخلي او بالآخره مسلماني او ورورګلوي یې خدای مه کا په دښمنۍ بدلیږي.

مونږ په داسې حال کې چې د انګلیس دغه لرغونې پلان کړې توطئه په کلکو ټکو غندو د افغانستان او پاکستان دواړو لوریو ته د صبر او حوصلې بلنه ورکوو، او لوړ پوړو چارواکو نه په کلکه غوښتنه کوو چې د ډیورنډ د کرښې قضیې ته دې په صداقت او ورورولۍ سره د ثالثانو په منځګړیتوب د حل یوه دایمی لاره وباسي او دا د ناسور زخم دې د تل لپاره پټۍ کړي.

که داسې ونکړي نو دغه راز جګړې بدې پایلې لرلی شي چې ګټه یې یواځې د دواړو هیوادونو دښمنان پورته کوي اوبس، او د وژل کیدو خاشاک یې د دواړو لوریو د مسلمانانو بچې ګرځي، چې هم یې دنیا او هم یې آخرت تباه کیږي، د ګاونډیو او ټولو اسلامي هیوادونو نه هم هیله کوو څو د دغو دوه هیوادونو تر مینځ د ثالثۍ کردار ادا کړي او د دغو دوه ملکونو تر مینځ د یووالي او اتحاد لپاره کار وکړي څو عام خلک له زیانمن کیدو نه وژغورل شي.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. ماشاء الله ډیره د حقیقت ډکه لیکنه مو کړي ده الله پاک دی جزاء خیر درکړې آمین او الله عزوجل دی زموږ په خوب بیده قوم راویښ کړې – آمین یارب العلمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button