مېتیو هو: د اوباما وروستۍ پرېکړه د هغه ستره تېروتنه ده

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۲۵ زرغون خوږیاڼی

میتیو هو چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو پخوانی لوړ پوړي دیپلومات وو ویلي دي، چې د امریکايي ځواکونو د صلاحیتونو د ډېرېدو په اړه د اوباما وروستۍ پرېکړه د هغه ستره تېروتنه ده او په دې سره به په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

د مېتیو په باور ولسمشر بارک اوباما د افغانستان جګړې په پایته رسولو کې ناکام دی او هڅه کوي، چې دغه لوی مسؤلیت د امریکا راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي. هغه د اوباما دغه اقدام ستره تېروتنه بللې ده.

هغه زیاتوي، چې په تېر ۲۰۱۵ م کال کې د جګړو له کبله افغانستان کې ۳۵۴۵ بې ګناه افغانان وژل شوي، ۷۴۵۷ نور ټپیان شوي، چې په روان کال کې امریکايي ځواکونو ته د هوايي بریدونو د صلاحیتونو په ډېرېدو سره به دا کچه تر دې هم ډېره شي.

مېتیو هو په ۲۰۰۹ م کال یې په افغانستان کې د جګړې د دوام په غبرګون له خپلې دندې استعفا وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ دولتي ځواکونو په فراه ولایت کې هغه مهال بمبار کړی، چې ځايي خلک د یوې جنازې لپاره راغونډ شوي وو، په دغه بمبارۍ کې د درې ښځو او دوه ماشومانو په شمول پنځه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button