کابل ټکی کام ۲۶غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق په موصل ښار کې داعش ډلې ته منسوبو کسانو د روژې خوړلو په جرم د ۴ عراقیانو څټونه ووهل.
یوې خبري سرچینې سومریه نیوز ته ویلي، چې داعش ډلې د دغو عراقیانو جرم د روژې خوړل اعلان کړى دى.
د دغې سرچینې له قوله چې داعش ډلې د موصل ښار په یوه هوار میدان کې د دغو عراقي ځوانانو څټونه ووهل.
داعش ډلې همدا راز ۵ نور ځوانان چې له ۱۳ څخه تر ۱۸ کلونو پورې یې عمر درلودو، د روژې خوړلو د جرم ثابتېدلو وروسته هر يو ۴۰ درې وواهه.
داعش ډله له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په موصل ښار کې واکمنه ده، چې هروخت يې په کمو جرمونو درنې سزاوې ورکړې
دیادولو ده، چې داعش ډلې تېر کال هم د روژې خوړلو په جرم یو شمېر ځوانان د ډول ډول سزاګانو وروسته ووژل.


















