کابل ټکی کام ۲۶غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې
پاکستان نن چهارشنبه په پلازمینه اسلام اباد کې د کابل سفیر عمر زاخېلوال د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی دی، او د پروني وژل شوي جګړن علي جواد چنګیزي پر وژنه یې ورته سخت احتجاج ثبت کړی دی.
له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ حالات ترینګلي شوي دي، او نښتې روانې دي.
نښتې چې د یکشنبې ورځې څخه پیل شوي دي، نن چهارشنبه هم په تازه نښه کې د پاکستاني ملېشه و دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
پاکستاني چارواکو رسنیو ته وویل، چې د چهارشنبې په سهار هم د تورخم په دروازه هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده، او په دغه نښته کې دوه پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار سرتاج عزیر رسنیو ته ویلي دي، چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه د تورخم روانه شخړه باید د خبرو له لارې حل کړي، ځکه چې دا ول شخړې د دواړو هېوادونو پر دوستۍ بده اغېزه کوي.
ده ویلي دي، پاکستاني ځواکونو په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپلې غاړې ته تأسیسات جوړول، مګر د افغان غاړې څخه یې څو ځله مخه نیول کیږي.


















