کابل ټکی کام ۲۶غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي، له پاکستانيو چارواکو سره په نننيو خبرو کې په تورخم کې په اوربند موافقې ته رسېدلی.
د درې ورځو راپدېخوا په تورخم کې د پاکستاني چارواکو له لوري د تاسیساتو د جوړولو په سر، چې د افغان ځواکونو لخوا ېې مخه ونیول شوه، د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځ ته شوه. او له جګړې سره سم د ولسمشر ځانګړی استازی او په اسلام آباد کې افغان سفیر دپاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت و چې بالاخره نن په تورخم کې د اوربند په موافقه سره سلا شول
له تېرو دريو ورځو راهيسې په تورخم کې په وقفه يي توګه نښتې شوې، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زاخېلوال په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې د اوربند په اړه ېې د پاکستاني چارواکو سره خبرې کامیابې دی
نوموړي زياته کړې، دوى له پاکستاني لوري سره د اوربند ترڅنګ په دې هم موافقه وکړه، چې دواړه لوري به د تشنج او نظامي تياريو کې کموالى راولي او د تورخم ستونزې حل ته به يوه حل لاره پيدا کوي.
عمر زاخیلوال چې په تورخم کې دجګړې له امله په بیړنۍ توګه کابل ته راغلی او بیا د پاکستانی چارواکو سره ېې د اوربند په اړه خبرې وکړی خو دا نده څرګنده چې دا اوربندبه ترکومه دوام ولري


















