دطالب ګیله

قاري خالد

 افغان ولسه ! له څوارلس کالو راهېسې لګیا یو دزبر ځواک فاسفورسو، او ډیزي کټر بمونو ته سینه سپر ولاړ یو، دتن غوښې مو تسمه ـ تسمه والوتې، جسدونه مو ټوک ـ ټوک ورغړېدل، په ککریو مو دفوټبال لوبې ترسره سوې او په ژوندیو بدنونه مو اورونه بل کړی سول پر موږ دبمونو باران، او ستاسو بچیان دهغه چا سره څنګ پر څنګ ولاړ، چاچې زموږ وژلو ته نړیوال پوځونه اشر کړي، پر موږ یې خپل کلی ـ وطن سور اور ګرځولی، دشپې په تور ترږمي کې مو په کورونو راواوښتل، دسپین سرې مورکۍ او سپین ږیري پلار دسترګو پر وړاندې یې په برچو سوري ـ سوري کړو،نه موږ ګیله درته وکړه او نه مو درچیغې کړې چې ای! زموږ مرسته وکړئ نن چې تاسو په تورخم کې په سازشي جګړه کې ښکیل یاست، په کومه خوله موږ ته چېغې وهئ؟

له موږ مو ځکه ګیله کیږي چې پاکستان د اشغال نیت لري او موږ مو ملاتړ ته نسو حاضر؟

کلونه وړاندې امریکایانو پر موږ نړۍ اشر کړه، زموږ وژلو ته یې توپ او ټانګ راووست، په کیمیاوي موادو یې لولپه کړو او تاسو زموږ پر خلاف ددوی څنګ ونیوو. آیا امریکایان اشغالګر نه دي؟

 آیا موږ دګیلې حق نه درلود؟

اوس هم تاسو موږ پردي ګڼئ؛ که موږ پردې یو بیا ګیله ولې؟

او که مو خپل یو بیا دپردیو سره زموږ پر خلاف ولې ولاړ یاست؟

 اشغال که دهر چا له لورې وي اشغال دی، هر اشغال زموږ استقلال ته ګواښ دی او زموږ دژوند شېبې تریخوي.

که تاسو رښتیا د اشغال خلاف یاست دپنجابي او غربي اشغال ترمنځ توپیر په څه کې دی؟

هغه امنیتي تړون چې دهیواد د ارضي تمامیت ! او خودمختاري ! په پلمه مو ترسره کړ، دڅه لپاره وو؟

که دخارجي یرغل پر خلاف وای ولې اوس چوپ دي؟

جوته ده چې هغه تړون هم زما دوجود پر خلاف او زما دنابودولو لپاره دی. په تورخم کې هیڅ غم نسته؛ محض دنواز او غني مشترکه سازش دی، سرونه به ستاسو ضایع سي او ګټې به یې دغرب کاته کې جمع سي اسلام اباد او کابل له یوې ابۍ شیدې څکي، دواړه دغرب ګټو ته وفادار دي او دغرب له اشارې پرته دخولو چوله کولو جرأت نلري که چېرې واقعا د اشغال خلاف یاست؛ راځئ په ګډه امریکایان نسکور کړو، پاکستان خود بخود نسکور دی موږ پوهیږو چې دتورخم جګړه دډیورنډ پر سر دپنجاب او کابل دګډ سازش برخه ده او په لنډو ورځو کې به دډیورنډ کرښې په رسمي کولو پای ته ورسیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button