جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ایا افغان پلاوی به له اسلام اباد سره د تورخم شخړه حل کړي؟

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جون 18, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
9
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي: په وزارت کې ېې د بهرنیو اړیکو د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته د تورخم شخړې د حل په موخه روان دی .

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

په تورخم کې د درې ورځې جګړې وروسته په اسلام ابادکې افغان سفیر عمر زاخیل وال د پاکستاني چارواکوسره په خبروکې په دې وتوانیدو، چې په تورخم کې اوربند وکړي او مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې  دپاکستان د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د افغان دولت دوو تنوغړو (د ملي امنیت د شورارئیس حنیف اتمر او د بهرنیوچارو وزیر صلاح الدین رباني) ته دتورخم دشخړې په اړه اسلام اباد ته بلنه ورکړه .

افغان دولت اسلام اباد ته د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی، چې دمخه ېې  دپاکستاني چارواکو سره په هیواد کې د سولې په اړه په وار وار مذاکرات کړي دي، د تورخم د شخړې دحل په موخه ېې هم د ښو پایلو لرلو په تمه د یوه پلاوي په مشرۍ غوره وبللو .

د تورخم دشخړې نه د هېواد شخړه څو چنده د افغانستان ارضي تمامیت، د بې ګناه افغانانو وژنه، په کلو او کورونو، په ودونواو جنازو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو په نسبت کمه ده، خو همدا په ظاهره کمه مسئله د روان حالت په دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستر کړکیچ هم بد لیدای شي.

په افغانستان کې د سولې په اړه د ملګروملتونو، امریکا، د سیمې نورو هېوادونو سیاست ته په کتوسره سیاسي شنونکي دانه شي ویلی، چې د پاکستان سره دې د تورخم مسئله، چې  انګلیسي قوتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دا ډول حالاتو د رامنځ ته کېدو لپاره پریښې ده، په اسانۍ سره په یو پړاو کې  حل شي.

 دا امکان هم لري، چې د هېواد د نا معلومې سولې په څېر دا خبرې هم پړاوونه وخت واخلي.

امریکا اوبرتانیه که په ظاهره په خپلو کې د خپلو ګټو په خاطر یوڅه اختلاف لري، خو د اسلامي هېوادونو او په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه سره یو نظر لري، لکه څرنګه چې نه غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي دا ډول د توخم دمسئلې حل غوښتونکي هم نه دي .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندجان کري ویلي: افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه دې د تورخم مسئله په خپلو کې حل کړي، خو خپله ېې د حل او منځګړتوب څخه انکار کړی دی. له دې څخه داڅرګنده شوه، چې امریکا د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو د منځګړتوب په نه کولو شریک دښمن دی .

که د تورخم دشخړې حل یواځې د دواړو هېوادونو د سیاسي اهدافو په نظر کې نیولو پورې محدود کړل شي نو بیا خو به ددې کړکیچ حل یوڅه ګران شي اوکه د دواړو هېوادونو علماءکرام او قومي مشران پکې شریک شي او د جرګې له لارې پرې خبرې پیل شي، د دواړو هېوادونو د شریکو ګټو په نظر کې نیولو سره به ېې یوه حل لاره وموندل شي.

د ډیورنډکرښه، چې انګریز دپاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو او د پښتون ولس پر سینه ېې د بیلتون چاړه راښکلې ده، که دواړه هېوادونه غواړي په خپلو کې سره تل په ښه ګاونډیتوب کې پاتې شي نو په خپلوکې د نه موافقې وروسته باید د ملګروملتونو په کچه پرې خبرې وکړي او د یوې عادلانه پرېکړې له مخې، چې د دواړو هېوادونو رضایت پکې په نظر کې ونیول شي، د تورخم مسئله حل کړي، دابه دواړوهېوادونو ته په خیر او ګټه تمامه شي .

لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، ددې مسئلې حل یواځې د دواړو غاړو د اوسیدونکو، صادقانه او  ریښیني عالمانو سره کیدای شي اوبس.

دا اوس، چې دحکمت کرزي په مشرۍ افغان پلاوی ټاکل شوی،ددوی په حکمت اوسیاسي پوهاوي پورې اړه لري، چې په اسلام ابادکې به دپاکستاني چارواکو سره د تورخم په مسئله موافقې ته ورسیږي او که به دملګروملتونو تالار  ته پاتې شي.

لوی ټکي: امریکا منځګړي توبتورخم شخړه
مخکینې مطلب

د تورخم لویه لار نن د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

بل مطلب

د ايمان مسائل (ديارلسمه برخه)

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com