کابل ټکی کام ۲۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې ده، چې غزني ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي ملا قاسم له خپلو درو ملګرو سره وژل شوی دی، او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د غزني والي او ورسره ملګري د دغه ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د هوايي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې په دغه هوايي بریدونو کې همدا راز د طالبانو یو شمېر موټرسایکلونه او جنګي تجهیزات له منځه تللي دي.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام ته د دغه وزارت دغه ادعا بې بنسټه بللې ده، او دعوه کوي، چې د غزني والي روغ رمټ دی.
مجاهد همدا راز وویل، چې په اب بند ولسوالۍ کې یې د مقابل لوري پر یو شمېر پوستو پراخ بریدونه ترسره کړي، چې په نتيجه کې يې ۷ عسکر وژل شوي.
په دې وروستیو کې د دغه وزارت له لورې د طالبانو د والیانو د وژل کېدو ادعاوې کیږي، مګر طالبانو بېرته تکذیب کړي.


















