
مصر د جاسوسۍ په قضیه کې د مرګ حکم صادر کړ
کابل ټکی کام ۲۹غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د مصر د جنایاتو محکمې محمد مرسي ته د عمري بند سزا، او د الجزیرې د یوه پخواني خبریال ابراهیم هلال په شمول شپږ تنو نورو ته په غیر حاضرۍ کې د مرګ سزا واوروله.
د الجزیرې له لورې په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې همدا شېبه د مصر د جنایاتو محکمه کې پر محمد مرسي او د هغه پر ځینو نورو ملګرو محکمه روانه ده.
راپور کې راغلي دي، چې د مصر د جنایاتو محکمې له لورې پر محمد مرسي او پر دوو تنو نورو د عمري بند حکم شوی دی، او پر شپږ تنو نورو یې د اعدام پرېکړه کړې ده.
راپور کښلي دي، چې محمد مرسي او نورو ملګرو ته یې دغه سزاګانې قطر ته د جاسوسۍ په تور اورول شوي دي.
د اخوان المسلمین د دفاع چارو مسئول محمد دماطي له الجزیرې سره د خبرو پر مهال دغه پرېکړې ظالمانه بللي دي.
نوموړي وویل، چې اسرائیلي جاسوسانو ته هم دا ډول سزا نه ده اورول شوې.
د یادولو ده، چې پر محمد مرسي وړاندې حماس اسلامي غورځنګ ته په جاسوسۍ د اعدام حکم شوی وو، خو دا مهال یې حکم له اعدام څخه عمري بند ته بدلون وموندو.



