قــــــلــــــــــــــــم

کابل ټکی کام ۳۰غبرګولي/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمدالله غزنوي
نن د قلم نړیواله ورځ ده، په یو شمېر وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو کې د نړۍ په ټولو ژبو پرې قلموالو خپلې لیکنې کړي دي، او په اړه یې د خپلې عقیدې او خیالاتو مطابق اظهارات کړي دي.
پاس په اسمانونو کې قلم له ازله با اهمیته ښودل شوی دی، او دلته په ځمکه کې هم قلم له آدمه تر دې دمه په ټولنه کې ډېر لوړ ارزښت او اهمیت لري، ټول ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي کارونه د قلم په واسطه ترسره کیږي.
د قلم د مقام او ارزښت په اړه یوازې دا کافي ده، چې الله تعالی پرې قسم خوړلی دی، او په قرانکریم کې یو مکمل سورت د قلم په نامه نومول شوی دی.
علماوو سپین کاغد ته هم د همدې قلم له برکته ستر مقام ثابت کړی دی، چې باید په ځمکه ونه غورځول شي، او تخصیص یې هغه کاغذ ته ورکړی دی، چې د قلم په مټ پرې د لیکلو قابل وي.
دا چې قلم ته الله تعالی دومره لوړ ارزښت او مقام ورکړی دی، نو زه به په خپل ګوډ او مات قلم د داسې لوړ مقام لرونکي څیز په اړه څه ولیکم، یوازې دومره به ووایم، چې له قلم څخه باید ښه استفاده وشي، د قلم سیاهي باید په ښه توګه او په سمه لاره کې مصرف شي.
قلم باید پر حقایقو وڅرخیږي، نه په داسې بې بنسټه او غیر منطقي خبرو، چې هېڅ اساس او منشاء ونه لري، ځکه په داسې لیکنو چې د قلم حق پکې نه وي اداء شوی د لیکوال حیثیت له مینځه وړي.
مونږ مسلمان لیکوالان باید د قلم په مټ مبارزه وکړو، له قلم څخه د ټوپک په څېر کار واخلو، د اسلام دښمنان پر خپل قلم وځپو، او هغوی ته د خپل اسلامي تاریخ، خپلې بهادرۍ، کارنامې وریادې کړو، تر څو وکولای شو زړونو کې یې ډار ور واچوو، او دا یوه فریضه ده.
قلموال چې کله له خپل حریف سره بحث کوي، باید هغه ته اساس لرونکي او منطقي دلایل ووايي، له ښکنځلو څخه ډډه وکړي، مخالف جانب داسې نظر وانه خلي، چې خدای مه کړه زمونږ عقیده، یاد دین کمزورۍ ده.
یوه نړیوال کارپوه ویلي دي، هغه څوک چې د بحث کولو پر مهال خپل حریف ته ښکنځلې وکړي، پوه شه، چې یا د خپلې خبرې د ثبوت لپاره ورسره دلیل نشته، او یا ستا د خبرې ځواب نه لري، یعنې په بحث کې یې ماته وخوړه.
نو د دغه کارپوه د دغه نظر پر اساس باید ووایو، کله چې هم څوک راسره بحث کوي، نو له زغم څخه یاید کار واخلو، په سړه سینه یې ځواب ووایو، او که کله هم په خپل مینځ کې بحث تود شي او دلیل راسره نه وي، باید د بحث کولو څخه ورته عاجزي وښایو، او له هغه څخه منندوی شو، ښکنځلې ورته ونه کړو.
ان الله علی کل شیءٍ علیم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button