د تقوا په شال کې پټه …!!

 

د روژې مبارکي په درنښت کې..

د درنې او وتلې شاعري خور حنیفه «زاهد» شاجوئي یو په زړه پوري نظم

 

د تقوا په شال کې پټه …!!

 

بیـــا را ووتـه لــه نــازه   =   په همزولو کې ممتازه

ورځ ئی جوړه په ګیڼو ده =  شپه ئې ډكه ده له رازه

 

«««»»»

هرقدم کې ئې ښكلا ده

برکت ئې هره سا ده

د تقوا په شال کی پټه

لــه ګـردونو د ګـناه ده

په خاموشه خاموشي کې

هم طاعت ده هم دعا ده

هرکلي ته ئې را ووزه !  = برخه مند شه له اعزازه !

 

««««»»»

په پلو کې ئې ګیډۍ دي

د قربت د باغ غوټۍ دي

پر ګلپاڼو ئې لیکلي

پیغامونه د مستۍ دي

له درباره سلامونه

قبلیدل د بندګۍ دي

پټ په څڼو ئې جهان دی

په هرلاس کی ئې احسان دی

فرشتې ئې بدرګه كړي

لوی ئې برم لوړ ئې شان دی

په سوغات کې ئې راوړی

کور د خاورې ته قرآن دی

شپه د قدر ئې ګرمیږي  =  د ملكو له آوازه

«««»»»

بختور ئې روژه مات دی

پیشلمی ئې مکافات دی

ټول درمل دی روح او تن ته

په سستي کې ئې حیات دی

د أختر تاج ئې پرسر دی

پروت هیبت ئې د برات دی

تا ته نه ګوری «زاهده !»  = ملیکه ده هوا بازه

 

 

2016-06-18 // رمضان المبارک ۱3مه / شنبه

حنیفه «زاهد» شاجوئي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button