د ملګرو ملتونو د امنیت شورا: د افغانستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي حالت د اندښنې وړ دی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲ زرغون خوږیاڼی

د ملگروملتونو د امنیت شورا تېره ورځ په نیوېارک کې د افغانستان د امنیتي ، اقتصادي او سیاسي وضعې په اړه غونډه وکړه او په دې اړه يې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

د امنيت شورا يادې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم په خپلو خبرو کې د افغانستان پر وروستي وضعيت اندېښنه وښوده او ټينګار يې وکړ، چې په افغانستان کې بايد له سوله‌ييزې لارې امنيت راشي او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

بان کی مون پخپل راپور کې د افغانستان د حالاتو په هکله ویلي، چې امنیتي وضعیت او اقتصادي حالت خراب شوی دی او د ملکي وگړو پر ژوند یې ناوړه اثر کړی، په جنگ کې د مرگ ژوبلې او د بی ځایه شویو کسانو شمیر هم زیات شوی دی..

بانکي مون وویل، چې طالبان او حکومت هم بايد يو بل وزغمي او د جګړو پر ځای د سولې له لارې يو حل ته ورسيږي. ده زیاته کړه، چې دولت اوس هم د پارلماني او ولایتي شوراگانو د ټاکنو د پاره چمتو والی نه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي نيکولاس هيسم غونډې ته د افغانستان په وروستيو حالاتو، امنيت او د طالبانو پراخه بريدونو ته په اشارې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

نوموړي په افغان حکومت او طالبانوغږ وکړ، چې په رښتيني توګه د سولې لپاره هڅې وکړي او له جګړې لاس واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير محمود صيقل هم په خپل وار يادې غونډې ته په په خپله وينا کې د پاکستان پوځي مداخلو ته اشاره وکړه، چې په تورخم کې په خپل سر او یو طرفه پریکړې سره د دروازې لګولو نیت لري، چې دا په ټوله سیمه کې د امنیت د خرابیدو سبب ګرځي.

صيقل وویل، چې افغانستان او پاکستان بايد د ګاونډيتوب اصل په پام کې نيولو سره  يو د  بل پوره خيال وساتي او ددوی ترمنځ تاوتریخوالی او بې باوري د دواړو هېوادونو د امنیت او اقتصاد لپاره  تاوان دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button