قاري خالد
په بدر کې تنها دتورو ټکر نه و، بلکې دبدر غزاء دتاریخ په پاڼو کې یو نوی باب اضافه کاوه.
په بدر کې ورور د ورور پر خلاف، پلار دزوی پر خلاف او زوی دپلار پر خلاف ودرېد؛ خلاف مادي نه و، جګړه پر مادیاتو نه وه بلکې دعربو له شږلنو صحراؤو څخه دجهالت، وحشت او بربریت د ورکاوي لپاره تورې پورته سوې وې.
هدف څرګند و، ددښمنۍ معیار واضح و، دبتانو له عبادت څخه دیو الله عبادت ته رابلل، دجهالت دتورو تاریکیو څخه درڼا لور ته راتلل او په ټوله کې اسماني دین قبلول هدف و.
په بدر کې ککرۍ ورغړېدې، بدنونه تار ـ تار، تسمه ـ تسمه سوه، د امت لارښود او محسن په وینو رنګ سو
له آدمه تر دې دمه دحق او دباطل ترمابین ایمان تازه کوونکې معرکې دوام لري مګر دبدر غزاء ته دفرقان نوم ځکه ورکول سو چې د اسلام او کفر تر مابین فارقه غزاء وه، اسلام کاملا یوې خوا ته او کفر کاملا بلې خوا ته صفونه تړلې ول.
یوې خوا ته درې سوه او دیارلس پښې یبله لښکر او بلې خوا ته له زرو پورته مجهز لښکریان، یوې خوا ته تنها لس ـ اته اوښان او بلې خوا ته په سلګونو، یوې خوا ته دیرش جنګي اسان او بلې خوا ته په سلګونو، یوې خوا ته پنځوس ـ شپېته تورې او بلې خوا ته سلګونه تورې، غشې او نېزې.
په بدر کې که یو لوری په پوځي تجهیزاتو سمبال و، نو بل لوری په عقېده مالامال و او داسې مقاومت یې وکړ چې تر قیامته به یې دتاریخ پر پاڼو، ځلانده کارنامې ثبت وي.
دبدر غزاء ته شیطان لعین دخپل لښکر سره د”سراقه بن مالک المدلجي” پر شکل راغلی و او ابوجهل ته یې ډاډ ورکاوه چې (دبني مدلج قبیله) ټوله ستاسو همکاره او ملاتړې ده .
کله چې شیطان دبدر په میدان جبرائیل امین(ع) ولید، تېښتې ته یې ځان جوړ کړ، ابوجهل ور ږغ کړ، سراقه چېرې روان سوې؟ شیطان ورته وویل “اني ارا مالا ترون”!
عتبه په یو پیغور دبچیو سره تن په تن مقابلې ته اماده کیږي، دمقابل لوري څخه خپل هم سیاله جنګیالي راغواړي او دمقابل لورې دلښکر سالار، جناب محمدرسول الله (ص)خپل تره، او دتره زامن میدان ته ورلیږي. سبحان الله څه دحق غزاء وه.
همچنان دبدر میدان ته دعقیدوي جنګیالیو دمرستې لپاره سلګونه فرشتې راکښته سوې وې، ددې لپاره چې دمسلمانو لښکریانو مورال او حوصله لوړه وساتل سي.
دبدر غزاء نه یواځې دا چې دکفر او اسلام اوله معرکه وه او دماضي کیسه وګرځېده، بلکې دبدر غزاء تر شاه عقیدوي جنګیالیو ته بلها درسونه او عبرتونه پرېښوول .
دبدر دغزاء یاد مجاهدینو ته ډاډ ورکوي چې جنګ په وسله نه ګټل کیږي بلکې دجنګ لپاره سالمه عقیده او پخپل خدای کامل باور، مجهز او منظم لښکرونه له منځه وړي.
که تاریخ دبدري غازیانو دځلانده کارنامو شاهد دی، دمګړۍ نړۍ هم دغازیانو له حماسو سترګې نسي پټولی.
که بدري غازیان په تش لاس او په لږ تعداد دوخت دطاغوت مخې ته سپر سول، دمګړۍ هم یو څو پښې یبله غازیان دبدري غازیانو دوراثت حق اداء کوي او دوخت دزبرځواک مخې ته سپر سینه ولاړ دي
موږ باوري یو چې اوسمهال نړۍ دبدري غزاء ریپلی ګوري او ان شاءالله بریا به ځکه دغازیانو برخه وي چې نه دمادیاتو لپاره جنګ کوي نه دواک ـ ځواک لپاره، بلکې دعقېدې دبقاء او تحفظ لپاره ککرۍ رغړوي.


















