د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ کې درنده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۰۲چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې د افغان ځواکونو پر مرکزونو درنده جګړه روانه ده، چې طالبانو ګڼې پوستې هم نیولي دي.

له فاریاب ولایت څخه خبري منابعو ویلي دي، چې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ اړوند د تګابشان سیمه کې د طالبانو له لورې د افغان ځواکونو پر مرکزونو درنده جګړه روانه ده.

خبر کې راغلي دي، جګړه چې پرون مازدیګر ۶:۰۰ بجې پیل شوه، دا مهال هم په شدت سره دوام لري.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، جګړه چې اوس هم په شدت سره روانه ده، تراوسه پورې ۶ پوستې د دوی لاسته ورغلي دي، او د مقابل لوري ۸ سرتیري یې وژلي دي، او پاتې نور یې په تېښته شوي دي.

طالبان وايي، دا مهال په سیمه کې د مقابل لوري پر نورو پوستو او مرکزونو باندې جګړه روانه ده.

طالبانو همدا راز ویلي دي، چې یو پيکا ماشیندار، ۲ راکټونه، ۵ کلاشنکوفونه، ۴ موټرسایکلونه او نور ګڼ مهمات لاسته ورغلي دي.

طالبانو منلې ده، چې د دوی ۲ تنه جنګیالي هم وژل شوي دي، او ۴ نور سرسرکي ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button