کابل ټکی کام ۰۲چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
د چهارشنبې په ورځ هند د یوه راکېټ څخه ۲۰ سپوږمکۍ هوا ته د جنوبي سپوږمکیو د هوايي میدان څخه چې په سري هریکوټا کې موقیعت لري، وتوغولې.
د هندوستان د فضاء د څېړنې د مرکز مشر کرن کومار رسنیو ته وویل، دغو قطبي سپوږمکیو خپله دنده ترسره کړې ده، او ویلي یې دي، چې ۱۲۸۸ کیلو ګرامه سپوږمکۍ یې په فضاء کې نصب کړي دي.
دغه سپوږمکۍ ۷۲۷ کیلو ګرامه کارټوسټ نومي دوربینونه لري، چې له ځمکې څخه په لوړ کیفیت تصویرونه اخیستلی شي.
او په دې کې دوې نورې د هندوستان د پوهنتونونو سپوږمکۍ هم دي، چې یو (ساتیب هماسات) او بل (سوایام) نوم لري، شاملې دي.
په نړۍ کې دا هم يو ریکارډ ده، خو لا هم د روسيې هغه رېکارډ چې په ۲۰۱۴ کال کې يې په يوه ځاى ۳۳ سپوږمکۍ وتوغولې، چا نه دى مات کړى.


















