کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۴ زرغون خوږیاڼی
د ایټالیا بحري ځواکونه وايي، چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې د ژغورنې په څلویښتو عملیاتو کې لږ تر لږه څلور زره مهاجر له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. ژغورونکي وایي دغه کسان په وړو پلاستیکي کښتیو کې سپاره و او د لیبیا له لارې څخه اروپا ته تلل.
د ایټالیا ژغورونکي ځواکونه وايي، چې دغه کسان د مدیتراني په بحیره کې ژغورل شوي دي.
ژغورونکي وايي، چې د یوې میرمنې مړی یې هم په اوبو کې پیدا کړی دی او کیدای شي د مړو تعداد لا زیات شي، خو تر اوسه عملیات پای ته نه دي رسیدلي.
له هغه وخت راهیسې چې د ترکیې او یونان لارې تړل شوي دي، خلکو د لیبیا لارې ته مخه کړې، چې له هغه ځای نه په وړو پلاستیکي کښتیو کې اروپا ته سفر کوي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې ژغورل شوي کسان د کومو هیوادونو اتباع دي، خو د ایټالیا بحري ځوکونه وایي: څو ورځې کیدلي، چې د مدیترانیې په بحیرې کې هوا خرابه وه او د اوبو څپې هم لوړې وې، خو کله چې هوا یو څه ښه شوه، قاچاقبرانو هم زیات شمیر خلک په کښتیو کې د اروپا په لور خوځولي دي.
نړۍ والو پولیسو له خلکو څخه غوښتي چې د قاچاقبرانو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.


















