ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د امام او امامت مسايل
امامت څه ته وايي
پوښتنه : امامت څه ته وايي؟
ځواب : د امامت معنی ده سردار (مشر) کيدل، په لمانځه کې چې کوم سړی د ټول جماعت سردار وي او ټول مقتديان د هغه تابعداري کوي هغه ته امام ويل کيږي ([1]).
د امام او خطيب د مقررولو حق د چآ دى
که چيرته د جومات باني معلوم او موجود وي نو د امام، مؤذن او د متولي د مقررولو او د جومات د جوړولو اختيار په خپله باني لره دى.
مګر که چيرته باني معلوم او موجود نه وي نو که چيرته هغه کوم کس متولي جوړ کړى وي او همدغه اختيارت يې ورکړي وي نو بيا د امام او نورو کارونو اختيار ده لره دى، او که چيرته د جومات باني کوم کس متولي نه وي جوړ کړى بيا د متولي د مقررولو اختيار قاضي يعنې مسلمان واکمن لره دى، هغه چې څوک مناسب وګڼي متولي دې مقرر کړي.
البته که په کوم ځاى کې مسلمان واکمن نه وي بيا د جومات خلک د قاضي قايم مقام دي، هغوى متولي مقررولاى شي او همدا ډول د امام او د مؤذن مقررولو اختيار هم لري.
مګر د باني، يا د متولي يا د جومات د خلکو اختيار په هغه وخت کې راجح دى چې لايق او د امامت وړ سړى مقرر کړي او که چيرته باني يا متولي غير مستحق سړى امام جوړوي او د جومات خلک لايق سړى امام جوړوي بيا د جومات د خلکو خبره راجحه ده.
او که چيرته د جومات خلک د کوم امام په جوړولو کې دوه ډلې شي نو د کومې ډلې خوښ شوى امام چې ډير لايق وي هغه راجح دى او که چيرته د دواړو ډلو امام لايق وي نو بيا د لويې ډلې امام راجح دى.
د امامت مقصد
هر کله چې په جماعت سره د لمانځه اداء کول ضروري دي نو د هغه لپاره امام هم ضروري دى، تاسو يې وينى چې له شروع څخه تر اخيره پورې کوم ډول افعال چې امام اداء کوي مقتديانو ته يې هم په هماغه ډول اداء کول ضروري دي، له لمانځه دمخه د صفونو د سمولو حکم امام کوي، له لمانځه وروسته د دعاګانو او تسبيحاتو راهنمائي د امام لخوا تر سره کيژي.
لنډه دا چې مقتديان په لمانځه کې دننه نه بلکې له لمانځه نه د باندې هم د امام د راهنمائي په منلو باندې مجبور کړى شوي دي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم پاک ژوند او د جومات (مسجد) انتظام همدا ډول د امامت په باره کې د هغه صلی الله عليه وسلم کړنلاره وه، په کتلو سره ښکاره تر سترګو کيژي چې د ژوند د ټولو انفرادي او اجتماعي څانګو د ښودنې، تربيت او اصلاح مرکز جومات وو، امام د هغه ساتونکى، راهنما او ذمه دار وه ([2]).
د امام شرعي صفتونه
پوښتنه : يو امام کوم چې د ټولو وختونو لمونځ اداء کوي، د هغه شرعي صفتونه څه ډول پکار دي؟ آيا په هغه کې د جسماني اعضاؤ لحاظ هم پکار دى؟ د بلګې په توګه که د کوم سړي لاس په پيدايشي ډول مفلوج وي، يا پيدايشي کوچنى وي او د تکبير په وخت کې لاسونه غوژونو ته نشي رسولاى، آيا دا ډول عذر لرونکي خلک د لمانځه لپاره د امامت کولو وړ دي؟.
ځواب : تر ټولو دمخه په دې پوه شئ چې امام د الله تعالى جل جلاله په دربار کې د مسلمانانو د غوښتنو د وړاندې کولو لپاره د نماينده حيثيت لري، له همدې امله د شريعت له لوري د هغه يو شمير ځانګړي صفتونه مقرر کړى شوي دي، تر ځو چې دغه نماينده د مسلمانانو له شان سره سمه د هغوى نمايندګي وکړي، له همغو صفتونو څخه يو شمير يې لازمي دي، او په کوم سړي چې دا صفتونه نه وي د هغه شا ته لمونځ نه کيژي، او يو شمير صفتونه داسې دي چې له هغو پرته لمونځ کيژي مګر مکروه کيژي، او يو شمير صفتونه يوازې مستحسن او غوره دي، له هغو پرته په لمانځه کې هيڅ کراهيت نه راځي، مګر بهتره دا ده چې امام داسې سړى جوړ کړى شي په کوم کې دا صفتونه هم موجود وي :
لازمي صفتونه له کومو پرته چې د مقتديانو لمونځ نه صحي کيژي په لاندې ډول دي:
(١) امام به مسلمان وي، بالغ به وي، ليونى به نه وي، په نشه کې به نه وي.
(٢) د لمانځه طريقه به پيژني.
(٣) د لمانځه ټول شرطونه، اودس او نور څه به په پوره ډول کولاى شي.
(٤) په کوم دسې مرض کې به مبتلاء نه وي د کوم له امله چې د هغه اودس پر ځاى نه پاتې کيژي، د بلګې په توګه پيوسته نکسير او داسې نور (داسې سړى فقهاء کرامو معذور ګڼلى، داسې سړى د خپل ځان په ډول د معذورو امامت کولاى شي، مګر د روغو خلکو امام نشي جوړيدلاى).
(٥) په رکوع او سجده باندې به قدرت لرونکى وي، که چيرته د کومې ناروغۍ له امله په رکوع او سجده باندې قادر نه وي نو د روغو خلکو امامت نشي کولاى.
(٦) ګونګى، تړى او بند ژبى به نه وي.
او دويم قسم صفتونه له کومو پرته چې لمونځ مکروه کيژي په لاندې ډول دي :
(١) چې نيک وي، يعنې په کبيره ګناهونو کې به مبتلاء نه وي.
(٢) عقيده به يې فاسده نه وي.
(٣) د لمانځه له ضروري مسايلو به خبر وي.
(٤) د قرآنکريم تلاوت به په سمه توګه کولاى شي.
(٥) په کومه داسې ناروغۍ به اخته نه وي د کومې له امله چې د هغه په پاکوالي کې شک پيدا کيژي، يا خلک هغه بده او سپکه ګڼي، له همدې امله د ړانده، مفلوج، ابرص او نورو شا ته لمونځ کول فقهاء کرامو خلاف اولى ګڼلى دى، مګر دا کراهيت هغه وخت دى کله چې له ده بهتر دويم امام پيدا کيژي، که چيرته له ده بهتر نه پيدا کيژي بيا هيڅ کراهيت نشته.
دا ټول صفتونه د قانوني انداز دي، له دې پرته چونکه د جومات امام د خپل کلي ديني مرکز او يو ډول مربي هم وي، له همدې امله بهتره دا ده چې لاندې زيات صفتونه په هغه کې پيدا شي :
په حاضرينو کې به د ديني علم او د قرآن کريم د تلاوت په اعتبار له ټولو د لوړې رتبې خاوند وي، نيک خويه، د شه کورنۍ، با وقاره او ښايسته مخى به وي.
د صفائي، تقوى او پاکوالي خيال به ساتي.
د مستغني طبعيت لرونکى به وي او د کلي د ديني تربيت لپاره چې څومره صفتونو ته ضرورت دى هغه به په ده کې موجود وي.
که د کلي په جومات کې د امام د ټاکلو په وخت کې د همدغو صفتونو رعايت وکړى شي نو په کلي کې به يو انتهائي ښه ماحول پيدا شي، له پورته ذکر شويو خبرو وروسته تاسو ته ستاسو د ټولو پوښتنو ځوابونه خود بخود درمعلوميژي، د کوم سړي چې لاسونه دومره کوچني وي چې تر غوژونو پورې نه رسيژي نو که چيرته په هغه کې بل کوم عيب نه وي نو د داسې سړي شا ته پرته له کراهيت لمونځ صحي کيژي ([3]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٧.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ٣ : ١٠٥ – ١٠٦ – ١٠٧،
([3]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٨٠ – ٣٨١ – ٣٨٢، بحواله : شامية، ج : ١، ص : ٥٥٧ تا ٥٦٢، شامي، ج : ١، ص : ٥٦٠ تا ٥٦٢.

















