عطاالله خوږياڼی: په مختلفو عملیاتو کې مو ۴۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۶ زرغون خوږیاڼی
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي؛ تېره شپه د خوږياڼو په وزيرو سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى، چې د عمرخالد په نامه د يوه طالب قومندان په ګډون شپږ وسلوال وژل شوي دي.
هغه دغه راز ویلي، چې په کوټ ولسوالۍ کې هم هوايي بريدونه شوي، چې له کبله یې ۱۸داعشيان وژل شوي دي او ۲۲ نور ټپیان دي.
ویاند زیاتوي، چې په کوټ ولسوالۍ کې اوس هم جګړه راوانه ده او افغان امنیتي ځواکونو تر اوسه له لاسه ورکړې سیمې نه دي نیولي.
د یادونې وړ ده، چې تیره شپه داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر ځايي اوسیدونکو او امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی او داعش وسله والو پر ځايي اوسیدونکو خوا سړه کړې، د عوامو ۲۳ کورونه ته یې اور ورته کړی او د یو شمېر ماشومانو په ګډون یې ۳ ښځې هم وژلي او یو شمېر ښځې او ماشومان یې له ځانه سره بیولي دي.
چارواکي د کورونو سوځونه تائیدوي، خو وايي چې څوک یې له ځانه سره نه دي بیولي.



