کندوز: دولت ادعا کوي، چهاردره کې د طالبانو د زندان مسئول ملا جنت ګل د امريکا په هوايي برید کې وژل شوى

کابل ټکی کام ۰۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
افغان پوځ يوه راپور کې دعوه کړې ده، چې په کندوز ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو د زندان د مسئول په ګډون د دغې ډلې ۱۶ غړي وژل شوي دي.
د ملي اردو ۲۰ فرقې مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې د طالبانو د زندان مسئول ملا جنت ګل او له ده سره ۱۵ نور ملګري د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼې لیکلي دي، دغو کسانو غوښتل، چې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ولاړ شي، چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په نښه کړل.
طالبانو تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو له کندوز ولایت څخه د طالبانو یوې سرچینې کابل ټکي کام ته په چهاردرې ولسوالۍ کې هوايي برید تأیید کړى، مګر د دولت له لورې د وژل شویو طالبانو شمېره ردوي، او وایي، چې په دغه هوايي برید کې د دوی ۴ ملګري وژل شوي دي.
د یادولو ده، په دې وروستیو کې امریکایي ځواکونو اعلان وکړ، چې پر طالبانو به بیا هوايي بریدونه پیل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button