ننګرهاریانو د اشرف غني د استعفا غوښتنه وکړه

سرلیکنه
درې اونۍ دمخه د ننګرهار اوسیدونکو د دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو وغوښتل، چې په ننګرهارکې د چارواکو د بې کفایتۍ له امله د ننګرهار امنیت ورځ په ورځ خرابیږي، د ننګرهار د ولس د سراو مال د ساتنې لپاره دې جدي اقدامات وکړي، خو یادو وزارتونو د ننګرهاریانو ځواب په ټول هېواد کې د مخالفو وسله والو پرخلاف د عملیاتو په دوام ووایه.
د ننګرهار په یوشمیر ولسوالیو کې داعش بیا به جګړو پیل کړی، د ننګرهار امنیت نور دې حالت ته راورسید، چې ننګرهاریانو له خپلو کورونو کډې وکړې.
د داعش وسله والو د ننګرهار ولایت د کوټ، اچین، بټې کوټ، هسکې مېنې او د شینوارو په نورویو شمیر سیمو کې بیا په جګړو لاس پورې کړ او وړمه ورځ ېې د کوټ په ولسوالۍ کې د امنیتي پوځونو سره د جګړې وروسته د یو شمیر ښځو او ماشومانو د وژلو او تښتولو راپورونه ورکړل شول، چې د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکو د خپل سرومال او ناموس د خوندي کیدو په خاطر د جلال بادښار اونورو سیموته کډې وکړې .
د کوټ څخه د داعش لخوا د ښځو او ماشومانو په اړه راپورونو څرګنده کړه، چې تښتول شوې ښځې او ماشومان یې نامعلوم لورې ته له ځانه سره بیولي دي، خو د ننګرهار والي سلیم کندزي په یوه مطبوعاتي غونډه کې د کوټ ولسوالۍ څخه د داعش لخوا د ښځو او ماشومانو د تښتولو په ردولو سره وویل، چې سیمې ته نور پوځونه لیږل شوي دي او هم ېې څرګنده کړه، چې په هوايي بمباریو کې ېې زیات شمیر د داعش وسله وال وژلي دي.
په ننګرهار کې د کوټ د ولسوالۍ ځايي خلکو رسنیوته ویلي، چې د چارواکو او امنیتي مسئولینو د بې کفایتۍ او د داعش جګړه مارې ډلې په مقابل کې د امنیت په ساتلو کې په ناکامۍ سره ددوی سر او مال او هم ناموس خوندي نه دی .
په ننګرهارکې د کوټ او هغو ولسوالیو، چې داعش ډله پکې حضورلري، د ننګرهاریانو سر او مال خوندي نه دی، د ننګرهار بې کفایته اداره ېې د ژغورنې توان نلري، له اشرف غني څخه ېې غوښتي، چې نور له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړي.
د ننګرهار ولس لخوا د اشرف غني د استعفاغږ په داسې وخت کې پورته شو، چې د ننګرهار شپږو لسوالیو کې د یونیم کال را پدېخوا داعش جګړه مارې ډلې په وحشت لاس پورې کړی دی او په یادو ټولو ولسوالیو کې د داعش ډلې په کړنو ولسي وګړي نورو سیمو ته د کډو په کولو سره مجبور شوي دي.
داعش چې د۲۰۱۵کال د جون په څلورمه په لومړي ځل د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر ښامار وواژه او هم ېې د اچین ولسوالۍ قومي مشران په بمونو والوزول، د کونډو ښځوپه اړه ېې د عراق د رمادي ښار په څیر د بیا ودولو اعلان وکړ، د یادو ولسوالیو او په ځانګړې توګه د اچین د ولسوالۍ خلکو له کورونو کډې وکړې.
که څه هم د ننګرهار والي کندزي او امنتي مسئولینو د داعش پرخلاف د عملیاتو او هوايي بمباریو په راپورونوکې د هغوی د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړي دي، خو ځايي خلک وايي، چې د عملیاتو وروسته به داعش ډله بیا د ولسي وګړو ژوند د عذاب سره مخ کړي.
د ننګرهاریانو لخوا څو میاشتې د مخه د والي سلیم کندزي د استعفاغوښتنه شوې وه او اوس ېې دا دې په ننګرهارکې د ولایتي چارواکو په بې کفاتیتۍ او د داعش پرخلاف د امنیتي ځواکونو په ناکامۍ، چې په ننګرهار کې ېې د اوسیدونکو سر، مال او ناموس له ګواښ سره مخ کړی دی، د اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي.
د ننګرهاریانو وینا ده، چې که په ننګرهار کې د داعش پرخلاف پریکنده عملیات ونه شي، دوې به په جلال اباد ښار کې په لاریون لاس پورې کړي، دوی وايي، هغه چارواکي چې د ولس د سرومال ساتنه نه شي کولای باید استعفا وکړي .



