کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
دولت ادعا کوي، چې د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې پر ۱۳ وسله والو په یوه جومات کې د ماین خښولو پر مهال خپل ماین چاودېدلی دی، او همدا راز د وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې هم درې ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودېدلو سره وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسله والو غوښتل د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ د یوې کلیوالې سیمې په یوه جومات کې ماین خښ کړي، خو هغه ماین دوی ووژل.
دغه وزارت ویلي دي، چې په دغه پېښه کې ۵ وسله وال وژل شوي دي، او اته نور ټپیان دي.
له بلې خوا امنیتي سرچینې وایي، چې په چاودنه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کورنیو چارو وزرات خبرپاڼې کښلي دي، چې د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ په کچ کلا کې تېره شپه وسله وال د خپل ماین ښکار شوي دي.
دغه وزارت په وردګو کې د وسله والو شمېره نه ده په ګوته کړې.
تراوسه پورې طالبانو د دغه وزارت د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.