سرلیکنه
د امریکا د سنا د مجلس غړي جینه شاهین په هېواد کې د کندز، هلمند، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نا امنیو په زیاتوالي سره له اوباما څخه په یوه لیک کې وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو شمیر نه کموي.
امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر لري او اوباما پلان لري، چې د همدې کال تر پایه د شرایطو په پام کې نیولو سره د یاد شمېر عسکرو نیمایي وباسي، خو په افغانستان کې څلورو پخوانیو دیپلوماتانو او پوځي جنرالانو هم له اوباما وغوښتل، چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر کم نه کړي .
په هیواد کې د څو میاشتو راپدیخوا دکندز، هلمند او نورو ولایتونو ترڅنګ د ننګرهار امنیت د زیات خطرسر مخ دی. په نورو ولایتونو کې دفاع وزارت د طالبانو پرخلاف د عملیاتو راپورونه ورکوي، خو په ننګرهارکې ېې د داعش پرخلاف عملیات پڅ او کمرنګه دي.
د ننګرهار ولس ددفاع وزارت څخه په وار وار د داعش پرخلاف دعملیاتو غوښتنې کړیي دي، دولت د عملیاتو وعدي ورکوي، خو په ننګرهارکې ورځ په ورځ نا امني مخ په زیاتیدو ده.
د ننګرهار د نا امنیو څخه دا څرګندیږي، چې یا خو به دفاع وزارت د ننګرهار امن ته پاملرنه نه کوي او یا خو په ننګرهار کې نه غواړي د داعش پر خلاف عملیات وکړي او نا امني مهار کړي.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي وايي: د د دولت هوايي ځواکونه د داعش مرکزونه نه بمباروي، یواځې د مرکزونو په خواوشا کې بمباري وکړي او د خپلو عملیاتو د کامیابۍ راپور ورکړي.
دا مهال د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار امنیت زیات خراب دی، په نورو ولایتونو کې دولتي ځواکونه د وسله والو طالبانو سره د جګړو په دوام د نا امنیو خبرورکوي، خو په ننګرهار کې ولسي وګړي له طالبانو څخه ناامنیو خطر نه احساسوي، بلکې په یو شمیر ولسوالیو کې خپل منځي مسئلې د حل لپاره طالبانو ته وروړي .
په ننګرهار کې د نا امنیو خطر یواځې او یواځې د داعش له کړنو څخه دی، چې د شینوارو د څو ولسوالیو اوسیدونکي ېې کډو کولو ته مجبورکړي دي.
تېره ورځ چې د یو کال په موده کې د دولت دسقوط خبر ورکړل شو، لامل ېې په هیواد کې د نا امنیو او خپل منځي اختلاف زیاتوالی دي، که د نورو څو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې نا امني په همدې ډول دوام ولري او دولت ورته پاملرنه ونه کړي، کیدای شي دولت د یادې مودې وړاندي سقوط وکړي.

















