ترکیه: د استانبول په هوايي ډگر سرتیري بریدونو کې ٣٩ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۹ زرغون خوږیاڼی

د ترکیې چارواکي وایي، چې تیره شپه ناوخته په استانبول کې د اتاترک په هوایي ډگر دریو سرتیرو برید ګرو  حمله وکړه، چې په کې لږ تر لږه ٣٩ کسه وژل شوي او د۱۴۰نه زیات ټپیان دي.

د ترکیې دولتي ټلوژن وایي، چې لومړي سرتیري بریدکونکي د دغه نړیوال هوایي ډگر په دروازې کې په ولاړو عسکرو ډزې پیل کړې او بیا يي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ.

د ترکیې د عدلیې وزارت په وینا، یوه برید کوونکي د کلاشنیکوف خوله پر خلکو ورواړوله او هره خوا ته یې پر خلکو ډزې کولې، رپوټونه وايي، کله چې امنیتي ځواکونو پر بریدګرو ځوابي ډزې پیل کړې، برید کوونکو پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول. وروستو معلومه شوې، چې حمله کوونکي په کلاشنکوف ډزې کړي دي.

هوايي ډګر کې د پېښې يو عېني شاهد د او ای تُرکش سروس ته د سترګو ليدلی حال ويلی دی ” يو لور ته ډزې او بل اړخ ته بمونه وو خلکو هر لوري ته په منډه وو او هر طرف خلک وو او وينې وې “.

سرچینې وايي: هره خواته امبولانسونه لیدل کیږي، د برید په لومړي سر کې روغتونونو ته د ټپیانو په لېږدولو کې له ټکسيانو هم ګټه اخیستل شوې ده.

د ترکیې انادولو رسمي خبري اژانس ویلي، د ۶ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د بريد نه پس په هوايي ډګر ټول پروازونه ځنډول شوي دي او وروستو د بهر نه راتلونکو الوتکو ته د ښار په نورو هوايي اډو د کوزېدو اجازت ورکړی شوی دی.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د ترکیې حکومت په کردي یاغیانو باندي د دغه ډول حملو پړه اچوي.

د یاودنې وړ ده، چې د جون په ٧ نیټه په یو سرتیري برید کې ١١ تنه پولیس ووژل شول، چې پړه يې دترکي یاغیانو په غاړه اخیستې وه. ترکي یاغیان د خپلې خپلواکۍ لپاره له ترکي حکومت سره جنګیږي.

ویل کیږي، چې د استانبول اتاتورک هوايي ډګر یو کال وړاندې د نړۍ څلورم نمبر د ګڼې ګوڼې ډک هوايي ډګر ګڼل شوی وو، چې له فرانکفورټ او د لندن له هیترو او د پاریس له شارل دوګل وروسته دی. په ۲۰۱۵ کال له دغه هوايي ډګره تر ۶۱ میلیون ډېرو مسافرو سفر کړی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه برید غندلی او د ترهګرۍ پرضد یې د “ګډې جګړې” غوښتنه کړې ده.

امریکا هم دا برید غندلی او  ويلي یې دي، “امریکا د ترکیې تر څنګ ټینګه ولاړه ده”.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button