په هېواد کې د داخلي کډوالۍ ستونزه مخ په زیاتیدو ده

سرلیکنه

په تېرو دوو کلونو کې د هلمند ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې او بیا وروسته د ولایت په خواوشا سیمو کې پر دولتي پوستو د طالبانو پرلپسې بریدونو، د دولتي پوځونو عملیاتو او بمباریو له امله په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه نورو سیموته په کډو کولو مجبورې شوې.

د هېواد په شمال کې  دوامدارو جګړو په زرګونو کورنۍ  کډو کولو ته اړې کړي دي، چې تر اوسه پورې د کندز د بې ځایه شوو کورنیو په شمول یو شمېر کورنۍ لا خپلو کورونو ته نه دي راستنې شوي.

ددې بې ځایه شوو کورنیو سره، چې نه غواړي خپلو کورنو ته راستنې شي یوځل بیا د کندز پر ښار د طالبانو د بریدونو ویره لري، چې د تېر په څېر به یې دولتي ځواکونه له مقاومته پاتې او کندز به بیا د طالبانو لاس ته ورشي.

د یادو ولایتونو د کورنیو د کډوالۍ ترڅنګ په ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې  د داعش او دولتي ځواکونو او هم د داعش د زور او ظلم له ویرې چې کومې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي هلته د ستونزو ډک ژوند سره مخ دي .

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان په یوه راپورکې ویلي، چې د پاکستان په بیا بیا غوښتنه ېې د پاکستان سره د افغان کډوالو ستنیدا په لنډ مهال کې نه ده منلې وايي،  چې دا مهال په افغانستان کې نا امنیو دومره زور اخستی، چې په داخل کې  افغانان  د نا امنیو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د کډوالو د چارو مشر ګرانډي له پاکستانه د افغان مهاجرو د ستنیدا په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې به په پاکستان، ایران او خپله په داخل د افغانستان کې د بې کوره شوو کډوالو په اړه یو تصمیم ونیسي.

ګرانډي په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو  د ستونزو په ډک ژوند دومره اندیښنه  ونه ښوده، لکه چې په داخل د افغانستان کې افغانان د کورنیو ناامنیو او جګړو له امله خپلو کورنو پرېښودو ته اړکیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان مشر فلیپو ګرانډي ویلي، چې که د افغانستان په داخل کې د بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې ونه شي، د دوی ژوند به د سختو ستونزو سره مخ شي.

 هغه په داخل دافغانستان کې د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو په اړه زیاته اندیښنه وښوده، چې د لازمو خوړو، درملو او د تعلیم څخه په تمامه معنی بې برخې پاتې شول .

د ملي یووالي حکومت د کورنیو جګړو او نا امنیو له کبله د بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې په اړه هیڅ کومه برنامه نه لري. له بهره رالیږونکې مرستې  مرکزي او ولایتي چارواکي په شریکه سره خپلو کې ویشي، چې د چارواکو ترمنځ اختلافات د قدرت او پیسو وېش اوج ته رسولی دی.

که د ملګرو ملتونو لخوا په راتلونکې اکتوبر میاشت کې په بروکسل غونډه کې په داخل د هېواد کې بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې تصمیم ونیول شو، کډوالو سره مستقیما مرستې وشوې، د ستونزو په ډک ژوند کې به ېې کمښت راشي او که د بروکسل په غونډه کې د منل شوو مرستو ویشنه دولت ته وسپارل شوه، یو څه به کډوالوته ورکړل شي اونورې به د معمول مطابق په خپلو کې سره وویشي.

غوره داده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د ناامنیو د له منځه وړلو په اړه له افغانانو سره مرسته وکړي، تر څو په داخل د افغانستان  کې افغانان کډو کولو ته اړ نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button