
غزل
جانان خدرخیل
خپل به مې جوړ شي خو پردی ماسره نه جوړیږي
زما دوه مخی ګاونډی ماسره نه جوړیږي
زه به د بل کلي له خلکو څه ګیله وکړمه
زما د خپلې مور بچی ماسره نه جوړیږي
ستا پنجابي نظر په ما داسې کانې کړي دي
چې اوس مې خپل پښتون زړګی ماسره نه جوړیږي
څنګه چې تاسره پګړۍ او ږیره خوند نه کوي
دغسې ښوی مخ او پېکی ماسره نه جوړیږي
دا تورې څڼې، دا تسبې او دا سوچه ملنګي!
واخله رباب او دا منګی ماسره نه جوړیږي.!
چې ستا دا سرې شونډې غوټۍ، ګلونه-نه نیسي او
که ستا د سترګو پسرلی ماسره نه جوړیږي
هغې شوخَکې پلار ته ډېر په سپین سترګۍ وویل
دا ” خدرخېل ” دی لېونی ، ماسره نه جوړیږي.!



