
طالبان: په کندوز کې مو ۱۵ بهرني عسکر وژلي دي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۹ زرغون خوږیاڼی
تیره شپه د کندوز مرکز اړوند د حضرت سلطان په قشلاق سیمه کې بهرني او کورني ځواکونه د طالبانو پر ضد د شپني عملیاتو په موخه د چورلکو پر مټ ښکته شول، چې له یو لړ سختو نښتو وروسته دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
طالبانو ویلي، چې دوی ته د عملیاتو اطلاع رسېدلې وه او د طالبانو لخوا سیمه ماين کاري او قوي کمينونه هم نیول شوي وو.
طالبان په خبر پاڼه کې وايي: کله چې امریکايي اشغالګر عسکر او مزدوران يې په زغروالو ټانکونو کې سیمې ته راغلل، د مجاهدینو په لومه اوجال کې ونښتل، لومړی پرې درانه انفجارونه او بیا سخت بریدونه ترسره شول.
طالبانو ویلي، چې جګړې د سهار تر لسو بجو يې دوام وکړ، په یاده جګړه کې یې د امریکايي عسکرو ۳ ټانکونه انفجار کړي او ۱۵ تنه خارجي عسکر یې وژلي.
په یاده جګړه کې طالبانو د خپلو ۲ ملګرو د وژل کېدو او ۳ نور د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
بلخوا د شاهین قول اردو ویاند ډګر من عبدالقهار ارام په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په یادو عملیاتو کې یې د طالبانو مشر مولوي مسکین په ګډون نور ۱۰ تنه طالبان وژلي دي.
همدارنګه د کندوز امنیه قومندان جنګل باغ د ۱۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي او وايي، چې ۲۰ شکمن کسان یې هم نیولي دي.



