
ټيپو سلطان شهید (اومه برخه)
په تیر پسې…………
« پیښه خو مخته نده راغلې خو ……»
محمدعلي کمیدان دځواب ورکولو هڅه کوله، چې شهزاده یې په سختۍ سره خبره پرې کړه او ورته یې وویل، چې « بیا دې ولې میرصادق تر څار لاندې نیولی دی؟ په دې وخت کې د شهزاده په خبرو کې شاهانه غرور را څرګند شو.
محمدعلي کمیدان کوم پریکنده ځواب ورنه کړ، ځکه چې د هغه سره کوم لیکلی ثبوت یا شهادت نه وو شهزاده میرزاخان ته حکم وکړ….
« میرزاخانه! دا ستا دنده ده، چې میرصادق او نور ټول هغه وګړي، چې زما په خلاف د بغاوت، فتنې اوفساد پیدا کولو په خاطر نیول شوي سمدلاسه را خلاص کړې، زه غواړم سبا د تاج په سر کولو مراسمو کې هغوی ووینم.
ددې تر څنګ دا زه اعلان کوم زما دروند پلار، چې کوم وګړي په کومو منصبونو باندې ټاکلي وو، هغه به همغسې د هغوی په لاسونو کې وي، بله خبره دا چې د نن نه وروسته به هیڅوک یوازې د شک په بنسټ نه نیول کیږي، مګر داچې دهغوی په خلاف شواهد وموندل شي.
ټول بندیان د شپې له بنده ازاد کړل شول او په بله ورځ هغوی د تاج په سرکولو په مراسمو کې شریک وو، خو د تاج د په سرکولو مراسمو کې نه سلطاني دربار ښایسته کړل شوی وو او نه په بازارونو کې محرابونه او نور ښایسته شیان جوړ شوي وو.
ددې علت دا و، چې شهزاده ټیپو یو ساده طبیعته انسان وو او د تاج په سرکولو د رسمي مراسمو او لوازماتو سره یې کومه ځانګړې دلچسپي نه درلوده. په دې اساس د تاج د په سرکولو مراسم په ډیرې سادګۍ سره پای ته ور رسیدل.
د ۱۱۹۶ هجري قمري کال د محرم په شلمه، چې د ۱۷۸۳ میلادي کال سره سمون خوري، شهزاده ټیپو د میسور د سلطنت شاهي تاج په سر کیښود او د « سلطان» لقب یې خپل کړ. دا باید ډاګیزه وي چې د«سلطان » کلیمه دهغه د نامه یوه برخه هم وه.
د دولت ارکانو ته د ویاړ لباس ورکړل شو. سلطان خپلو ځان ځارونکو او سردارانو ته هم قیمتي انعامات او تحفې ورکړلې او ټولو قلعدارانو، حوالدارانو، والیانو او د دولت نورو عمالو ته یې لیکلي فرمانونه و لیږل، چې په کې راغلي وو: «ټول هغه وګړي چې خدای بخښلي پلار مې په کومو ځایونو او منسبونو کې ټاکلی وو، هغوی به همغسې په خپلو خپلو ځایونو او مرتبو کې پاتې وي …»
که څه هم د تاج په سرکولو لپاره کوم رسمي جشن جوړ نه کړل شو، خو خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې له خپله ځانه میلې او جشنونه جوړ کړي.
د تاج د په سرکولو د مراسمو نه وروسته سلطان درباریانو ته یوه تاریخي وینا وکړه، چې څه ټکي یې داسې وو:
۱- زه یو معمولي انسان یم.
۲- دا ژوند د اعتبار او باور وړنه دې.
۳- حکومت او وجاهت له منځه تلونکی څیز دی.
۴- ترهغې چې ژوندی یم د خپلو هیوادوالو د ازادۍ لپاره به هڅه او هاند کوم.
۵- ما د ظاهري شان او شوکت په واسطه ویروئ.
۶- ما نه مظاهرې ویرولی شي او نه مې ګواښونه په شا تمبولی شي، نه د چا د قهر او جلال په واسطه زما په ارادو او عزایمو کې کمزورتیا او تزلزل راتلای شي.
۷- که چیرې د زمانې بریښنا مې ووژني نو بیا به هم زما په ژبه داکلیمات وي، چې:
« اې ژوندیو پاته شوو!
مخته ولاړ شئ ، قدوس خداې به ستاسو په هڅو او قربانیو کې برکت واچوي او تاسو به خپل منزل ته ورسوي».
۸- د وطن او هېواد د ازادۍ لپاره په زرګونو کسان له منځه تلای شي، خو د وطن د مینې احساس هیڅکله هم څوک له منځه نشي وړلای.
د یوه بل تاریخ له مخې سلطان ټیپو په خپلې همغه لمړنۍ وینا کې د وطن مور ته په خطاب کي داسي ویلي دي:
« اې زما ګرانه وطنه!
زما مینه او زما زړه له تاسره دی، زما ژوند او زما وجود ستا لپاره دی، زما وینه اوزما ځان له تا قربان دی ..».
د تاج په سرکولو جشن د پای ته رسېدو نه تر مخه د امرانو او وزیرانو تر منځ مرتبې وویشل شوې. د یو شمېر خلکو په دندو کې بدلون راغی او یو شمیر نورو بیا ترقي وکړه.
میرصادق چې پخوا د مالیاتو ستر افسر وو، د هغه مرتبه نوره هم لوړه شوه او هغه یې د سلطان ټیپو صدراعظم و ټاکه.
دا په سلطنت کې تر ټولو ستره درنه دنده وه، د میرصادق تر څنګ یی «پورنیا» د مالیاتو نوی وزیر و ټاکلو.
نور بیا………



