پاکستان د افغان کډوالو موده شپږ میاشتې نوره وغځوله

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۰ زرغون خوږیاڼی

په اسلام اباد کې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ میاشتې نوره غځولې.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دفتر هم اعلان کړی، چې افغان کډوال به د دې کال تر پایه(د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه) پورې پاکستان کې پاتې شي.

نن پجشنبه (جون ۳۰مه) په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني نېټه پایته ورسېده، چې اوس پاکستاني چارواکو نور شپږ میاشتې وخت ورکړ.

شاوخوا یو نیم ملیون افغان کډوال په پاکستان کې د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت له لورې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د پاکستان حکومت ویلي، چې دا به د افغان کډوالو په پاتې کېدو کې وروستی زیاتوالی وي او د راتلونکي میلادي کال له پیل وروسته به د کډوال د بېرته تلو بهیر پیل شي.

همدارنگه پاکستاني چارواکو ویلي، چې پاکستان به له بېرته تلونکو افغان کډوالو سره په افغانستان تر پنځو کلو پورې د غنمو مرسته کوي.

په راپور کې راغلي، چې پاکستان به له هر ستنیدونکي افغان کډوال سره ۴۰۰ ډالر مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له څو ورځو راهیسې په پاکستان میشت افغان کډوال د ځایي پلیسو لخوا خورا زیات ځورول کیږي، چې تر ۲۰۰۰ زیات افغانان یې زندانونو کې اچولي، پرون د وقت اردو تلویزیو خبر وکړ، چې په پاکستاني زندانونو کې نور ځای نشته!.

عمران خان د افغان سفیر سره وعده وکړه، چې پولیسو ته به امر وکړي تر څو افغانان ونه ځوروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button