
د ظالم فرعون ظالمه لور
لیکونکی: وصال
عبد الله بن عباس رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دمعراج په شپه مې خوږه خوشبویې ترسپوږمو شوه، له جبراییل علیه السلام نه مې پوښتنه وکړه، چې داخوشبویي د څه شي ده ؟ هغه راته وویل: دا د فرعون د لور د سر ږمنځ کوونکې میرمنې او د هغې د داولاد ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي ما له جبراییل نه د هغې بي بي کیسه وپوښتله او هغه یې کیسه داسي بیان کړه :
دې مبارکې بي بي یوه ورځ دفرعون د لور سر ږمنځاولو، چې ږمنځ یې له لاسه ولویدله ناڅاپه یې له خولې د ( بسم الله ) جمله ووتله، د فرعون لور ورته وویل : له الله نه دې مراد زما پلار دی؟ هغې ورته وویل: نه ، بلکې زما خدای جل جلاله هغه ذات دی، چې ستا د پلار هم خدای او خالق دی.
تردې وخته پورې دې میرمنې له فرعون او د هغه له کورنۍ نه ایمان پټ ساتلی و، د فرعون لور ورته وویل: زه به مې خپل پلار ته دا خبره کوم، دې بي بي ورته وویل: ورته ویې کړه، د فرعون لور خپل پلار ته وویل: زما سر ږمنځ کوونکې ستا خدایي نه مني، فرعون سمدستي هغه راوغوښتله .
فرعون هغې ته وویل :
ای فلانکۍ! ته له ما پرته بل خدای لرې؟ هغې ورته وویل: هو! زما او ستا دواړو خدای یو الله جل جلاله دی، فرعون امر وکړ، چې د نحاسو په لوښي کې تیل ګرم کړﺉ او دا میرمن سره له اولادونو په کې وغورځوﺉ! دې میرمني فرعون ته وویل: زما یوه خبره راسره ومنه، فرعون ورته وویل: وایه کومه خبر؟ شاید ده به فکر کاوه، چې زما خدایي منلو ته تیاره شوه، خو هغې ورته وویل: زما او زما د اولادونو له سوځولو وروسته زما اوهغوی هډوکي په یوه کفن کې وپیچه اویوځای مو دفن کړه!.
فرعون ورته وویل : همداسې به وکړو .
دا میرمن سره له اولادونو راوستل شوه او د دې په مخکي یې دهغې یو یو بچی خوټیدلو تیلوته وغورځول، د دې ایماندارې میرمنې په غیږ کې یو تي خوړونکی بچی پاته شو او نور یې ټول په تیلو کې وریت کړل شول، هغه یې په غیږ کې و او د همدې تي خوره ماشوم له امله زړه نازړه وه، چې څه وکړي، تي خوري ماشوم ورته وویل: مورکۍ ورغورځه ! د دنیا عذاب د اخرت له عذابه اسانه دی، نو له ماشوم سره یې خوټیدلو تیلو ته ور ودانګل. جبرائيل علیه السلام ورته وویل دا خوشبويي د هغې میرمنې او د هغې د اولادونو ده.
عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې: په ماشومتوب کې څلورو ماشومانوخبرې کړي دي:
د بي بي مریم زوی عیسی علیه السلام ، د جریج ماشوم ، د یوسف علیه السلام ګواه او د فرعون د لور د سر ږمنځ کونکي میرمنې زوی .
(دا قيصه دحديثو په کتابونو امام احمد ، الطبراني ، ابن حبان او الحاکم روایت کړي ده).
الله پاک د زمونږ او تاسې ایمانونه هم داسې محکم (ټینګ) کړي.


