خوږه اختره

خالق یار احمدزی

 په مینه په خوښیو دې لمانځم خوږه اختره

راځه هرکله راشې په هر دم خوږه اختره

خیر نه مې شته جامې،او که شلیدلی ګریوان ګرځم

ظاهره که خندا کړم په زړه غم خوږه اختره

 میلمه دیتیمانو،په آهونو ستړیو اوښکو

. که لار دې ده غلطه د دې دچم خوږه اختره؟

 احساس به دفرحت په کوم ضمیر دلته څوک وکا؟

ماښام په سهاري کې چې زه مرم خوږه اختره

راځه اوښکې مو پاکې کړه نن ته په تسلیت کې

پرهر ته د زړګي راوړه ملهم خوږه اختره

 زه وینه د آمو وم، او هډوکی دسپین غر یم

چا خرڅ کړم په پردیو په درهم خوږه اختره

زه هغه سترابدال یم چې یو وخت مې په تا ناز كړ

اوس خپل رانه پردي شول تر تورخم خوږه اختره

غزل کله اواز شي د زړګي نه خالقیاره

د حال په ژبه وایی ترنم خوږه اختره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button