
په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د زورونې د مخنیوي لپاره کمیټه وټاکل شوه
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۰ زرغون خوږیاڼی
د خیبرپختونخوا ایالت د وزیر اعلی لخوا د مهاجرینو د زورونې او نیولو د مخنيوي د ټاکل شوې کمیټې غونډه نن د مهاجرینو ریاست په غوښتنه تر سره شوه.
په یاده کمیټه کې ګډون کوونکي کسان:
* د مهاجرینو ریس ښاغلی دکتور عبدالحمید جلیلي
* ایس ایس پي عظمت کمال
* اډشنل سکورټي کمشنر فضل حکیم
د کمیټې غړو لاندینۍ فیصلې وکړې.
۱.په هره ضلعه کې به د مهاجرینو نیولو د مخنیوي په خاطر خاصه کمیټه جوړیږي، چې په هغې کې به د لاندینیو اداراتو استازي ګډون کوي:
الف ـ د ضلعي حکومت استازی
ب ـ د پولیس ډپارټمنټ استازی
ج ـ د افغان کمشنرۍ استازی
د ـ دسیمې د مهاجرینو دری تنه نماینده ګان
یاده کمیټه به په ګډه نظارت کوي او د ضرورت په وخت کې به مشکلات په ګډه لویو مقاماتو یا لویې کمیټی ته د فوري اجراتو لپاره وړاندې کوي .
۲په خاصه توګه د نوښار ضلع مشکلات او اکوړي کمپ مسایل د جلیلي صاحب لخوا ذکر شول، چې د ځایي چاروکو لخوا یې زر تر زره د حل او فصل ډاډ ورکړل شو.
۳ د شارپ او سچ موسسی لخوا به په دې اړه میاشتنی راپور نوموړې کمیټې ته وړاندې کیږي .



