طالبان : دکابل دکمپنۍ په سرتیرو بریدونو کې دپولیسو داکاډمي ۲۷ استادان او افسران وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۰ عبدالهادي همت

نن غرمه  دکابل دکمپنۍ په کلاحیدرخان سیمه کې دپولیسو داکاډمي مربوط، چې نوي له زده کړو فارغ شوي وو، پر دوه کاسټر موټر د سرتیرو بریدکوونکو لخواپه نښه شول، چې ګڼو افسرانو او استادانوته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو دیادبرید مسؤلیت منلی دی او ويلي يې دي، چې اول په کاسټر موټر برید د شمس الحق هراتي لخوا  ترسره شو، کله چې پولیس د پیښې ځای ته راغلل  او د مړو او ټپیانو په راټولو بوخت و، دوهم برید د موټر بم پر مټ دمحب الله هلمندي لخوا ورباندې  وشو.

طالبان ادعا کوي چې په یادو بریدونو کې د پولیسو د اکاډمي ۲۷ افسران او استادان ووژل شول اوګڼ نورژوبل دي.

دکابل دپغمان ولسوالۍ  دامنيې قومندانۍ د استخباراتو مدیر امرحاتم رسنیوته ویلي، چې یادبریدونه د اکاډمي په نویو فارغ شوو پولیسو ترسره شوي ده هم منلي ده چې ګڼ پولیس مړه او ټپیان دي.

د پغمان ولسوالۍ امنیه قومندان حاجي محمد موسی وايي، چې په یاد برید کې ۴۰ پولیس وژل شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button