
د نظام بې باورۍ د پانګونې مخه نیولې ده
سرلیکنه
د۱۵ کلونو په دوران کې د اسیا او نړۍ په کچه افغانستان سره د بیا رغونې او سیاسي ثبات په موخه بې سارې مرستې وشوې، خو بیا هم غلطې سیاسي تګلارې او پرنظام د بې باورۍ له امله کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونوته زړه نه ښه کوي.
په افغانسان کې روان بحران او ناامني یواځې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې په نورو هېوادونو کې هم کودتاوې شوي، پوځي حکومتونه منځ ته راغلي، په کلونو کلونو جګړې شوي، سیاسي مخالفتونه شوي، کودتا پسې کودتاشوې، خو همدا هېوادونه ترڅه وخت وروسته د سیاسي او اقتصادي بحران څخه وتلي دي.
دا مهال په افغانستان کې موجوده نظام د درې ډوله ستونزوسره مخ دی، چې د ۱۵ کلونو په تېرېدو سره په کې سیاسي ثبات، اقتصاد او پرنظام باور ترلاسه نه شو، همدې لاملونو عام ولس په هېواد کې یو د بل وینو تویولو ته مجبور کړی دی.
د نړۍ په کچه په یوه هیواد کې هم کورنیو جګړو او سیاسي مخالفتونو کې دومره تاوانونه ولس او نظام ته نه دي اړول شوي، لکه افغانستان کې چې واړول شول .
په افغانستان کې د نظام د ثبات او ټینګښت لپاره په ملیاردونو ډالر مصرف کړل شول، خو د یوې سالمې سیاسي تګلارې په نه لرلو سره موجوده نظام د زوال سره مخ کړی دی.
په کولمبیا کې پنځوس کاله جګړې وشوې، تر دوه نیم لکو زیات انسانان په کې ووژل شول، همدارنګه په ملیونونه خلک یې بې کوره شول، خو د هغه هېواد واکمن د یوې سالمې ستراتیژۍ په لرلو سره سیاسي مخالفینو او وسله والو پارک مبارزینو سره د یوه حکومت په جوړیدو رضاشول، چې د شپږو میاشتو په دوران کې به د یوه ځانګړي پلان له مخې وسله وال مبارزین بې وسلې او سیاستوال به ېې په حکومت کې د ګډو همکاریو په کولو سره د دولت د سنبالوونکو یوه برخه شي.
افغاني چارواکې په هره مطبوعاتي او ولسي غونډه کې د ولس پر وړنداې د موجوده بحران څخه د وتلوعلمي ځواب نه لري، دلایل په هېوادکې د مخالفو وسله والو پرلپسې بریدونه او د یوشمیر سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې وړاندې کوي.
ترڅه حده دموجوده نظام دچارواکوسره منلای شو چې په هېوادکې سیاسي بې ثباتي دپرمختګ مخه نیسي خو دا کوم حالت او زوال سره چې دافغانستان موجوده نظام مخ دی ددې ټولو بدبختیولامل دچارواکو بې کفایتي او بلواکي ده.
د بهرنیو او پردیو له مرستو بغیر نه یوه ډبره د هېواد د بیارغونې لپاره په بله ایښودلای شي او نه په خپل فکر او مشوره د کوم بهرني هیواد سره اقتصادي او سوداګریز تړون کولای شي.
دا چې په هېواد کې کورني او بهرني پانګوال د اشرف غني د بیابیا یادونو او غوښتنو سره پانګونو ته زړه نه ښه کوي لامل ېې پرنظام بې باوري ده. دهېواد اقتصاد ورځ په ورځ مخ په زوال روان دی، تر ټولو ستر لامل ېې د چارواکو د حکومت د ویش پر سر اختلافات او بې کفایتي ده. سوداګر پر ځای ددې چې په خپل هېوادکې پانګونې وکړي، بهرنیوهېوادونو ته ېې مخه کړې ده.
تر څو چې یوه سالمه تګلاره او سیاسي ثبات منځ ته نه وي راغلی، د ګاونډیو، د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سره د نظام د باور د پیداکولو لپاره سالمه ستراتیژي پکار وانه چول شي، ترهغې به د نظام په بې باورۍ کورني او بهرني سوداګر په خپل هېوادکې پانګونو ته زړه ښه نه کړي.



