
وروستي جزیات: د کابل په سرتیرو بریدونو کې ۱۵۰ پولیس وژل شوي دي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۰ زرغون خوږیاڼی
په کابل کې د سرتیرو بریدونو په پایله کې ۱۵۰ پولیس وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا په دې پیښه کې د ۲۷ تنو د وژل کیدو او ۴۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی .
امنیتي چارواکي وایي: د هغه پولیسو پر بس موټرو، چې تازه له زده کړو څخه فارغ شوي وو، او له میدان وردګو څخه کابل ته انتقالیدل، تر برید لاندې راغلي.
طالبانو رسنیو ته په یوه لیږل شوی خبر پاڼه کې د یاد برید مسوولیت منلي او ویلي یې دي، چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې ددوی سرتیرو بریدګرو د پولیسو هغه کاروان په نښه کړ، چې تازه د پولیسۍ له زده کړو فارغ شوي وو او له میدان وردګ ولایت څخه کابل ته پر لاره وو، لومړی شمس الحق هراتي، چې پر موټر بم سمبال و د پولیسو پر بس موټر چاودنه وکړه، وروسته چې سیمې ته نور پولیس د مړو اوزخمیانو د پورته کولو په موخه راغلل دوهم بریدګر محب الله هلمندي لخوا ورباندې موټر بم انفجار وشو، چې په کې تر ۱۵۰ زیات پولیس ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.



