د کابل له وژل شوو عسکرو سره خواخوږي!

لیکنه: موسی فرهاد

پرون په کابل کې ډېری افغان عسکر ووژل شول …

  —  کیدای شي داسې ځوانان به هم پکې وو، چې روژه به یې وه.

  — دا ځوانان به 16 کاله مخکې عادي او ریښتينې افغانان ول، ممکن ډېری به یې هغه وخت زلمیان ول، د مفکرینو په سیاستونو به نه پوهیدل.

  —  د دې ځوانانو په وړاندې به شاید ډېرې نورې داسې خونړۍ صحنې هم تیرې شوي وي.

  — دا ځوانان به ښایي په دې هم ښه پوهیدل، چې موږ د چا پر ضد تربیه کیږو.

  — ښایی دوی به دا هم لیدل، چې بهرني عسکر زمونږ په هېواد کې څه کوي.

  — کیدای شي په دې به یې هم سر خلاصیدو، چې که موږ ووژل شو ، نو دا بهرنیان به څومره راباندې خفه شي.

  —  دوی به شاید په دې هم پوهیدل، چې اشرف غني، عبدالله او نور چارواکي به زموږ پر حال څه ډول افسوس وکړي، پاکستان ته به ګوته ونیسی په فیسبوک کې به ښکنځلي ورته وکړي او د خپلو بچیانو د حفاظت لپاره به په بهر کې نور هم زیات اهتمام وکړي.

—  دا عسکر به غالباً او یقیناً کلمه ګو مسلمانان هم وو، ځکه چې افغانان وو، په افغانانو کې ډېر لږ داسی خلک شته چې مسلمانان دې نه وي، خو له دې سره سره یې د امریکایانو قوماندې، تربیې، داعیې او لارښوونو ته لبیک وایه.

— په داسې حال کې چې دا هم ورته معلومه وه، چې الله تعالی مسلمان له دا ډول عمل څخه منع کوي. بلکې ورباندې لازمه ده، چې ځان تري وساتي، حتی ورباندې فرض ده چې په مقابل کې به یې دریږي. که داسې ونه کړي نو په اخرت کې به له لوی زیان سره مخ وي.

— ښایي دوی ته به ویل کیدل، چې تاسو د وطن ساتونکي عسکر یاست، خو په زړه کې به ممکن پوهیدل، چې د وطن او ناموس ساتنه دا نه ده، چې د خارجي اشغالګرو په امر د خپلو وطنوالو، کلیوالو  او مسلمانانو پر ضد وجنګیږه ، بلکي د وطن ساتنه دا ده، چې د خپل وطندار ورور په څنګ کې ودریږه او اشغالګر ته ځواب ورکړه او د هغه مقابله وکړه، ښایي دا عسکر به په زړه کې ښه پوهیدل، چې اصلاً وطن ساتنه او ناموس ژغورنه همدې ته وایي ، چې د تیري کوونکو کافرانو مرسته نه بلکې مقابله وکړه، چې دا د فطرت تقاضا هم ده، د مؤمن مسلمان شان هم دی او د ملي احساس لرونکي انسان ملي وجیبه هم ده.

— د پرون وژل شوي عسکرو ته به دا هم معلومه وه، چې زمونږ نیکونو ولې ټول عمر د خارجي یرغلګرو  ملګرتیا ته د کرکې په سترګه کتلي، ولې یې د هغوی په مقابل کې بې ساري قربانۍ ورکړي؟.

—  دې عسکرو ته به ښایي دا ښه جوته وه، چې په تاریخ کې چا د یرغلګرو ملګرتیا کړې، تاریخ په څه نامه یاد کړي او چې چا ورسره جهاد او مقابله کړې، د تاریخ پاڼو په کوم نوم لیکلي دي.

 —  کیدای شي دوی په دې هم پوه وو، چې نن سبا مونږ څوک د خپلو تاریخي اتلانو به نوم پیژنو، ایا هغوی د خارجي یرغلګرو په ملاتړ اتلان شوي او که یې په مقابل کې د دریدلو له کبله اتلان بلل شوي .

— ښایي دغو عسکرو به یو وخت له ځان سره دا فکر هم کړی وي، چې زه ولې اوس د دې مستحق ګرځیدلی یم، چې یو ځوان را باندي فدایي اوسرتیری برید وکړي، آیا هغه له ما سره د پټي پر سر دښمني کوي، ایا هغه رښتیا د پاکستان لپاره ما وژني، که د الله تعالی لپاره له ځان ځان تیریږي خو ما هم وژني؟.

—  د دې عسکرو خپل خپلوانو به ښایي دوی بیا بیا پوهولي وي، چې تاسو که د کافرانو په مقابل کې د جهاد کولو توان نلرۍ، نو لږه تر لږه ورسره ملګري کیږۍ خو مه! ولې چې دا مو د دنیا او اخرت د تباهۍ لامل ګرځي.

— نو چې …

په دې هرڅه باندې ښه پوهیدل او بیا یې هم ناسمه لاره په مخه اخیستي وه، بیا یې هم د کابل د نا اهله حکمرانانو په سرپرستۍ کې د خارجي اشغالګر کافرانو خدمت ته ملاتړلې وه او بیا یې هم د دوی له نورو لارویانو څخه عبرت حاصل نه کړ،  بیا یې هم هغه څه کول چې د دین، وطن، ناموس او د خپلو خلکو پر ضد عمل وو، بیا یې هم د اخرت له حساب کتاب څخه ځانونه غافله کړي وو، بیا یې هم د غربي رسنیو شیطاني ډنډورو ته غوږ نیولی وو، بیا یې هم د عقلونو پردې امریکایي ډالرو مسخه کړې وې او بیا یې هم د مجاهدینو برحقه داعیه د شیطاني رسنیو او سیکولرو چارواکو په خوله پردۍ او ناسمه تعبیروله!!!

 — نو ایا …

د ملامتیا ګوته به بیا هم له دوی پرته بل چا ته نیوله کیږي!؟ ایا ملامت به هغه فدایان مجاهدین وي، چې د الله تعالی د رضاء لپاره یې دوی ووژل؟ او که به دوی (عسکر) ملامت وي، چې د امریکا لپاره یې ځانونه ووژل . ..؟!

د عبرت اخیستلو لپاره همدا کافی دی .

  فاعتبروا یا أولی الأبصار ….الآیة

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button