کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۱۳ عبدالهادي همت
دخوست امنیه قومندان فیض الله غیرت رسنیوته ویلي دي چې دطالبانو بریدونه په شاتمبول شوي دي او د ولسوالۍ محاصره پای ته رسیدلي ده غیرت زیاته کړي ده چې په یاده جګړه کې ۷۰۰ مسلحو طالبانو ګډون درلود او دمرګ ژوبلي په لیدوسره طالبان شاته شوي دي
تیره ورځ دخوست ولایت د موسی خیل ولسوالۍ په مرکز اوګڼو پوستو باندې وسلوالو طالبانو بریدونه وکړل او ولسوالۍ يې محاصره کړه
د خوست له مرکزه امنیتي ځواکونه دموسی خیلو ولسوالۍ د محاصرې د ختميدو په موخه سیمي ته ورسیدل او له وسلوالو طالبانو سره په شدیده جګړه بوخت شول عیني شاهدانو ویلي چې دواړه لوري درنې اوسپکې اسلحې کاروي پرون ټوله ورځ په موسی خیل ولسوالۍ کې جګړې دوام لارو
طالبانو ویلي دي چې د موسی خیلوپه جګړه کې ۲ ټانګونه ویجاړ شوي دي او۱۰ تنه امنیتي سرتیري مړه اوزخمیان دي طالبانو ویلی چې له خوسته ورغلي قوه ترکلکي محاصرې لاندي ده او نه شي کولای کوم لوري ته حرکت وکړي.
طالبان په خپل رالیږلي راپورکې زیاتوي چې د ولسوالۍ محاصره اوسم هم دوام لري
















