عزیر اسدخیل
دا د عربې ژبې متل دی چې معنی یې ده هغه څوک چې پخپله څه نلري نو بل ته څه نشي ورکولای، په افغانستان کې د امریکا په لاس کینول شوی ګوډاګی رژیم چې د الف نه تر یا پورې هر څه یې د امریکا لخوا ورکول کیږي معنی یې داده چې پخپله هیڅ هم نلري، نو ځکه ورځ تر بلې یې واګي سستیږي او حکومتی څلي یې شړیږي او نړیږي، هغه څوک چې پر مادیاتو او ځواکونو یې برسیره اراده او موخه یې هم خپله نه وي هغه به د یو حکومت په حیث خپل ملت ته څه ورکړي؟
دا ډول ادارې پرته له دې چې خپل خلک خوار کړي، هیواد ویجاړ کړي، خپل ضمیر وپلوري او خپل ځان او ملت د نورو غلام کړي نور هیڅ ډول لاسته راوړنې نلري.
په تیره یوه نیمه لسیزه کې مو ولیدل چې د افغانستان د مظلوم ملت د خوښیو پر غونډو، جنازو، واټونو او آن په مسجدونو کې بریدونه وشول او دا لړۍ لا هم دوام لري زمونږ د دې ادعا یو غوره ثبوت دی.
د افغانستتان مظلوم خلک چې له تېرو درې نیمو لسیزو راهیسې د ناروا او تحمیل شویو جګړو له امله کړیږي او دربدرۍ یې ځوروي، لا هم د یوه خپلواک حکومت څښتنان ونه ګرځیدل، او لا هم د پسه په څیره کې د شرمخانو تر واکدارۍ لاندې شپې او ورځې تیروي، په افغانستان باندې فعلی حاکم حکومت پرته له فساد، شخصي جیبونو ډکولو، لوټ او تالان، وژنې، ویره اچونې، دې ملت ته نور څه نه دي ډالۍ کړي، که کومو مرستو یا آبادۍ صورت نیولی هغه هم د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، بهرنیو هېوادونو او یا نورو خیریه موسساتو لخوا تر سره شوي چې هغه هم د افغانستان د خلکو پر وړاندې پټ منفي اهداف لري، خو فاسد رژیم سره له دې چې له دې ټولو موسساتو څخه په ټاکلی وخت په ملیونونو ټکس هم تر لاسه کوي او د ګمرکاتو سرچیني یې هم تر پخوا ډیرې فعالی او خورا عایدات لري خو بیايې هم خپل ملت ته هیڅ ډول چوپړ نه دی وړاندې کړی، بلکې برعکس د ملت د لا ځورونې، نیونې، وژنې، در په در کونې او له هیواد په تیښتې پر مجبورونې ته یې لاس اچولی دی او خپل ملت یې په یوه نا معلومه څلور لارې درولی چې د خپل راتلونکي سرنوشت په اړه یې ضد او نقیض ذهنیت خپل کړی دي، نه پوهیږي چې د خدای تعالی په دې پراخه نړۍ کې کومې خواته لاړ شي.
د افغانستان مسلمان، مجاهد او مبارز ملت چې د اسلام د سرلوړۍ، د هیواد د سمسورتیا او د خپلو خلکو د ښې راتلونکې په موخه یې تر دوه ملیونو وګړو زیاته قرباني ورکړې او تر دې زیات یې معیوبین، کونډې رنډې، او یتیمان پاتې شوي، نور د دې زغم نه لري چې د دوی پر سرنوشت دې لوبې لا هم دوام وکړي، ملت نور هغه څپانده او قهریدلی دریاب ته ورته دی چې که خپلې څپې یې پیل کړې نو وچ او لامده به ټول له ځانه سره لاهو کړي، ځکه مو فعلی لاسپوڅې او تالي څټې ادارې ته توصیه ده چې په خپلو کړو وړو کې تجدید نظر وکړي او نور دې خپل ملت نه تیرباسي، په خلاص مټ او پراخه سینه دې د ملت چوپړ ته مټې راونغاړي او ملت دې نور دې ته نه مجبوروي چې د لیبیا د خلکو په څير په یوه طوفاني پاڅون لاس پوري کړي.
حکومت دې نور په هغه اقداماتو باندې فکر وکړي چې دغه حکومت او ملت په خپلو پښو ودروي څو دواړه د دې توان پیدا کړي چې یو او بل ته یو څه ورکړای شي کنه نو نه خو حکومت ملت ته څه ورکولی شي او نه به ملت حکومت ته څه ورکړي ځکه چې فاقد الشئ لا یعطیه. چې یو څوک په خپله څه نه لري نو بل ته به څه ورکړي؟

















