کابل ټکی ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د وتلو وخت را رسېدلی دی، چې لوړ پوړو پاکستاني دولتي چارواکو یې پر وتلو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک وايي، چې ایالت یې نور د افغان مهاجرینو د شتون زغم نه لري، او د افغان مهاجرینو شتون ستره ستونزه ده.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک تېره ورځ یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل، «افغان کډوال که راجسټر وي، او که نا راجسټر نور یې نه شي زغملی».
نوموړي له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، تر څو د افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته د ستنېدلو لپاره یوه ستراتيژي جوړه کړي.
نوموړي د خبرو پر مهال د افغان کډوالو شتون د دغه هېواد د قانون او نظام لپاره ستره ستونزه وبلله.
ده دهغه افغان کډوالو په اړه چې تر اوسه پورې راجسټر نه دي، وويل چې په تورخم به یې اړول دوام ولري، ځکه دوی په خپل هېواد کې د دا ډول افغان کډوالود شتون تاب نه لري.
نوموړي وویل، چې افغان سفیر عمر زاخېلوال او د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ ور سره هوکړه کړې ده، تر څو یوه داسې ستراتیژي منځته راوړي، چې افغان کډوالو په بشپړ عزت خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه ستراتیژي به په پاکستان کې د افغان کډوالو د شتون د ټاکلې شپږ میاشتینی مودې په تمدید سره به جوړه شي.
د یادولو ده، چې په پاکستان کې افغان کنسلګرۍ د کډوالو ریاست د (خپل وطن ګل وطن) تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی دی، تر څو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي.


















