په تیر پسي ………..
سلطان ټیپو په جنوبي هند کې د ترټولو لوې سلطنت یعنې «دمیسور خداې ورکړي سلطنت» واګي په داسي حال کې په خپلو لاسو کې واخستل چې هر لورې ته د فرنګیانو دور دوره وه. عیسایی مشینرانو هر ځاې خپلې ریښې غځولې وې، دهندو راج پلان جوړونکو هم په پونا کې ځانونه را یو ځاي کړي وو او د ډهلي د دربار درباریان هملته د ډهلي په کلا کي بند پاته شوي وو او د اسلام په ګلستان کې هر لوري ته اور لګیدلی وو.
په همداسی حالاتو کې دغه ډول یوه مسلمان ته چې لرلیدونکي سترګې یې د مستقبل تاریخ ولوستلی شي اړتیا وه. همدا ډول یو شخصیت چې د بدعت او کفر راولاړې شوې فتني له منځه یوسي او په خپل سر کفن وتړي او خپل ژوند د اسلام د پایښت او بقا لپاره وقف کړي او د جنګ ډګر ته را ودانګي.
په همداسي سختو او کړکیچنو حالاتو کی د سلطان ټیپو په څیر یو په دین پوه مؤمن شخصیت د اسلام په اُفق کې د لمر په څېر راوځلید. د هغه په راتلو سره د وطن په ګلستان کې د پسرلي باد راولګید. همغه د اسلام د دښمنانو خوله ورتوره کړه.
خو ….. دې ته به څه وویل شي چې یو شمیر هیوادوالو د خپلو ګټو په خاطر د وطن د لمني د تار تار کولو سوګند خوړلې وو.
سلطان قدم په قدم مخته ورغې او د خپلې مخې څخه یی هر اغزن بوټی له بیخه وویست، هغه مخته روان وو خو د ملت دښمنانو اوغدارانو د هغه لمن راښکله ، چې دا لړۍ تر یوه وخته پورې همداسی روانه وه.
د حیدر علي خان د مړیني په وخت کې د انګریزانو سره د جنګ لړۍ لا پای ته نه وه رسیدلې. د جنرال سټوارټ او جنرال لینګ (لانګ) تر قومندې لاندي انګریزي ځواکونو په وانډي واش کې دیره ځای جوړ کړې وو، سلطان ټیپو د یوه لښکر سره یو ځاې د ممرد او عملور د لارو څخه مخته ولاړ او د وانډي واش څخه پنځه مایله لري یی د انګریزي ځواکونو ترمخه خیمه ووهله.
سلطان د شپي شپې د خپلو ځواکونو د منظمیدو لپاره نقشه جوړه کړه، څو ډلې یې د شپې په مختلفو ځایونو کې و ټاکلې، سهار په زړه پورې پیښه رامنځته شوه. انګریزي ځواکونه چې په ډیر غرور سره راټول شوي وو، د سهار تر مخه یې خپلې بسترې وتړلې او د جنګ د میدان څخه په تیښته و تښتیدل. وروسته بیا څرګنده شوه چې د مدراس والي هغوی بیرته هلته د اړتیاوو له مخې ور غوښتي وو.
سلطان هم خپل لښکرته د « تروتور» په لور د کوچ کولو حکم وکړ او هلته یې د رسیدو سره سم خپل دیره ځای جوړ کړ.
د نواب حیدرعلي خان مرحوم په وختو کې خلکو د ګړبړ او یا بغاوت کولو جرئت او زړورتیا نه شوه کولی، خو د نړۍ څخه د هغه د سترګو د پټیدو سره سم مفسدو وګړو په سر راپورته کولو لاس پورې کړ. هغوی داسې انګیرله چې په ځوان سلطان کې به د حیدرعلي خان په څیر زړورتیا اوښیګڼې نه وي موجودې. اونه به د خپلو فوځونو په منظمیدو او قومندې کې دومره مهارت او تجربه ولري. په همدې اساس په ځای ځای کې بغاوتونه او سازشونه پيل شوي وو.
سلطان ټیپو لا تر اوسه پورې همدلته خیمه وهلې وه چې په یوه وخت کې ورته د څلورو بغاوتونو اوسازشونو په اړه راپور ورکړل شو.
یو سازش په حیدر نګر کې و. حیدرنګر همغه ځای دی چې خدای بخښلي حیدرخان د یوه معمولي کلي څخه په یوه ډیر ښکلي ښار باندې بدل کړ. هغه دلته ګڼ شمیر سترې سترې ماڼۍ جوړې کړې، دفترونه یې جوړکړل او دا ځای د سلطنت دویم ستر مرکز و ګرځاوه.
د حیدر نګر چې د جونګر په نامه یې ډیر شهرت درلود، والي ایاز خان وو. دا دهندو ځوی د حیدرخان تر څارنې او روزنې لاندې را ستر شوې وو، حیدر خان هغه ته د پالل شوي زوی خطاب کاوه، خو دې احسان فراموشه د حیدرخان د مړینې څخه سمدلاسه وروسته د انګریزانوسره سازش وکړ او د هغوی سره یې د ګوډیاله او حیدرنګر سودا وکړه او دا دواړه ښارونه یې انګریزانو ته ور تسلیم کړل.
د بل سازش خبر د سرنګا پټم څخه تر لاسه شو. هلته ستر شامیاني د قلعدار سره یو ځای شو او سازش یې جوړ کړ چې په ټولو شاهي محلاتو به ولکه کوي او سلطاني حرم (ښځي) به په بندي خانې کې اچوي.


















