کندز ښار لا هم د طالبانو په کنترول کې دی او ګڼ عسکر محاصره دي
کابل ټکی کام ۱۰میزان/۱۳۹۴: قدرت الله حسين
له کندز ولايت څخه راپورونه وايي، چې د دې ولايت مرکز کندز ښار لا هم د وسله والو طالبانو په بشپړ کنترول کې دی.
د سيمې خلک وايي، چې د ښار مرکزي چوک، د سپين زر چمن، مرکزي روغتون، خان اباد بندر، سينما کوڅه، امام صاحب بندر، بالاحصار او نورې ګڼې برخې د طالبانو په لاس کې دي.
خلک زياتوي، چې دولتي ځواکونه د طالبانو له لوري تر نوې قوماندانۍ په شا تمبول شوي دي، چې د ښار په څنډه کې موقعيت لري او د سردوره په نوم يادېږي.
له سيمې څخه زموږ همکار وايي، چې ژوند په عادي حالت کې دی، بازارونه او دکانونه خلاص دي، او د ښار خلک خوښ ښکاري.
زموږ همکار زياتوي، چې په هوايي ميدان کې ګڼ شمېر دولتي عسکر د طالبانو له لوري محاصره دي او الوتکې يې د خلاصولو په موخه بمبارۍ کوي.
ياده دې وي، چې دولتي ځواکونو پرون هم د ښار نيولو هڅه وکړه، خو د طالبانو له سخت ځوابي بريد سره مخ شول او په شا ولاړل.
په سيمه کې طالب وسله والو رسنيو ته ویلي دی، چې د دښمن مورال يې لوېدلی دی او دوی د خپل ولس او ملګرو د ژغورنې لپاره خورا محتاطانه جګړه کوي.















